روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د امریکا متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز سره وکتل

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د امریکا متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه دواړو لوریو له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه د زیات ملاتړ، سولې پروسې او تروریزم سره پر ګډې مبارزې بحث او خبرې وکړې.

په پیل کې جمهوررئیس غنی جنرال میلی او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د سولې، ثبات او امنیت او په افغانستان کې د دوی د قربانیو په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د ځواکونو د دوامدار او بې مثاله ملاتړ او تعهداتو مننه وکړه.

جمهوررئیس د افغانستان او امریکا مشارکت استثنایی وباله او وې ویل، په تېرو ۱۸ کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ پایدار مشارکت او نږدې همغږۍ زیاتې لاسته راوړنې درلودې.

جمهوررئیس غنی د جنګ او سولې په څېر مهمو موخو ته د رسېدو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو سره دګډ کار اهمیت او مشوره ارزښتمنه وبلل او وې ویل، موږ توانېدلی یوو په سیاسی او نظامی برخو کې د دواړو هیوادونو د ګټو د تامین لپاره مطلوبې پایلې ترلاسه کړو.

هغه د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو سره د افغانستان اړیکې منظمې او دوامداره وبللې او زیاته یې کړه، په سختو شرایطو کې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ځان ثابت کړی او په بې پرې او باعزته ډول یې د ټاکنو امنیت خوندی کړ.

جمهوررئیس غنی دېته په اشارې چې د هیواد د امنیتی او دفاعی ځواکونو په ارګانونو کې اصلاحات په سم ډول عملی شوی وویل، د داعش پر وړاندې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو وروستۍ بریاوې بې سارې وې. هغه زیاته کړه، د هیواد په ختیځ کې له ۲۲ ولسوالیو څخه چې داعش پکې حضور درلود، ۲۰ ولسوالۍ تصفیه شوی دی.

د امریکامتحدو ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی تروریزم ضد مبارزه کې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو پر کړنو او هڅو خوښی څرګنده کړه او وې ویل، افغان زړورو ځواکونو زیاتې قربانۍ ورکړی او د پام وړ پرمختګونه یې لرلی دی.

نوموړی د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو چې له امریکایی ځواکونو سره د ګډ دښمن پر ضد د مبارزې او ګډو موخو او ګټو د ساتنې په برخه کې همکاری او همغږی کوی، قدردانی وکړه.

جنرال مارک میلی وویل، د امریکا متحده ایالتونو ځواکونه د تروریزم ضد مبارزې په برخه کې خپل ماموریت ته ژمن دی او زموږ هیواد او ملت د دواړو هیوادونو د ثبات او امنیت لپاره هڅه کوی. هغه زیاته کړه، هیله لرم طالبان له جګړې لاس واخلی او سوله ومنی.

همدارنګه په دغه کتنه کې جمهوررئیس غنی څرګنده کړه: که طالبان فکر کوی چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ته ماتې ورکوی، دا له خیال پرته بل څه نه دی. دغه ډله باید خپلې هر ډول اړیکې له ټولو تروریستی ډلو سره پرې کړی.

جمهوررئیس غنی د دې په څرګندولو سره چې زموږ لپاره جمهوریت مهم دی او افغانان له جمهوریت څخه ساتنه کوی وویل، د سولې لپاره ملی اجماع موجوده ده او سوله د خلکو له تائید پرته نشی راتلای. هغه زیاته کړه، غواړو افغانستان د سیمې پر څلور لار بدل کړو، نه د سیمې پر سیالیو.

په دغه کتنه کې د امریکا متحده ایالتونو د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلی وویل، موږ به تر هغې چې اړتیا وی د افغان دولت او خلکو تر څنګ واوسو او له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د همکارۍ په برخه کې زموږ ژمنې پر خپل ځای دی.

هغه زیاته کړه، له افغانستان سره زموږ راتلونکی اقدامات به د زیاتې همغږۍ او نږدې مشورو پر بنست ترسره شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید