روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د امریکا د پوځ د مرکزی قوماندانۍ قوماندان سره د ټاکنو د امنیت په اړه خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی پرون سهار د امریکا د پوځ د مرکزی قومندانۍ له قوماندان جنرال مک کینزی سره په ارګ کې وکتل، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې، د جمهوری ریاست د ټاکنو د امنیت د تامین او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

جنرال مک کینزی د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د ورځ تر بلې زیاتېدونکو وړتیاوو ستاینه وکړه او وې ویل، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په دفع کولو کې د افغان ځواکونو کړنې د ستایلو دی او له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

جنرال مک کینزی زیاته کړه: د امریکا متحد ایالتونه به د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو څخه خپلې هیڅ ډول همکارۍ درېغ نه کړی.

جمهوررئیس غنی جنرال مک کینزی ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو د ژمنتیا او د ټاکنو د امنیت د تامین له امله مننه وکړه او وې ویل، افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه د ټاکنو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ تیاری لری.

د هېواد جمهوررئیس وویل: افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو لکه څنګه چې د افغانستان د پارلمانی ټاکنو امنیت ټینګ کړی و، د جمهوری ریاست ټاکنو د امنیت د تامین لپاره به هم تر هغه زیاتې هڅې وکړی.

دیو بل خبر له مخې، د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون غرمه د افغانستان لپاره د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازې پیر البرت ایلساس سره په ارګ کې وکتل.

په دې لیدنه کې، د هېواد جمهوررئیس په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د ناروې شاهی هېواد له همکاریو مننه وکړه. همداراز دواړو لوریو د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې څخه د ناروې شاهی هېواد د ملاتړ او رول په اړه خبرې وکړې.

ممکن است شما دوست داشته باشید