روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی د امریکا د پوځ‎ د مرکزی قومندانۍ قومندان خپل حضور ته ومانه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی د امریکا متحدوایالتونو د پوځ د مرکزی قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزی پرون ماسپښین خپل حضور ته ومانه.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو  تروریزم سره د ګډې مبارزې، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان د امنیتی او دفاعی ځواکونو د تمویل او تجهیز په اړه بحث او خبرې وکړې. جمهوررئیس غنی جنرال مک کینزی ته د ښه راغلاست پرمهال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحدو ایالتونو د همکاریو قدردانی او نوموړی ته یې په نوی ماموریت کې د بریا هیله وکړه.

جنرال مک کینزی وویل، امریکا متحده ایالات د افغانستان حکومت ستراتیژیک همکار دی او کوښښ  به وکړو چې د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو د روزنې، تمویل او تجهیز په برخه کې زیات تمرکز وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید