روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: د افغانستان او آذربایجان ترمنځ دهمکاریو تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د باکو نړیوالې مجمع په څنډه کې د آذربایجان جمهوررئیس الهام علی اوف سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو مشرانو د سوداګرۍ، صادراتو او وارداتو، ټرانسپورټ او کانونو په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو په  اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس الهام علی اوف په تېرو څو کلونو کې د آذربایجان او افغانستان ترمنځ د اړیکو پر لا ښه کېدو د خوښی څرګندولو  ترڅنګ وویل، زموږ اړیکې چې ورځ تر بلې د لا پراخېدو په حال کې دی، هرکلی یې کوو.

نوموړی د کانونو په برخه کې ښو ظرفیتونو او له افغانستان څخه د مېوو او سبزیجاتو واردولو ته په اشارې وویل، د آذربایجان او افغانستان پلاوی به په دې اړه د ګډ کار په پایله کې د عمل پلان ترتیب او تطبیق کړی.

جمهوررئیس غنی د جمهوررئیس الهام علی اوف مېلمه پالنې څخه په مننې د غوڅ ملاتړ ماموریت په  چوکاټ او د لاجوردو لارې پرانیسته کې د اذربایجان د فعالې همکارۍ او ونډې قدردانی وکړه او وې ویل، افغانستان به د نفت او ګازو د پېرلو لپاره له اذربایجان سره د دولت په  دولت قرارداد وکړی.

د هیواد جمهوررئیس وویل، د ټرانزیټ او ټرانسپورټ په برخه کې د رامنځته شویو اسانتیاوو له امله صادرات او واردات اسانه شوی. هغه زیاته کړه، افغانستان د کرنې، انرژۍ، کور او سرک جوړولو په برخو کې د پانګونې ظرفیت لری.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د افغانستان او اذربایجان پلاوی به له افغانستان څخه د مرمرو ډبرو، وچو او تازه مېوو او سبزیجاتو او کچالو د صادرولو په برخه کې یوه بسته د لېږد لپاره چمتو او عملی کړی.

محمداشرف غنی نظامی ګنجوی د اذربایجان او افغانستان ګډه فرهنګی پانګه وبلله او د اطلاعاتو فرهنګ وزارت ته یې د نوموړی په مناسبت د سیمینار جوړولو لارښوونه وکړه. هغه زیاته کړه، موږ به د تخنیکی زده کړو لپاره نور محصلین هم اذربایجان ته راولېږو.

د اذربایجان جمهوررئیس د جمهوررئیس غنی د دې وړاندیز هرکلی وکړ او دواړو جمهوررئیسانو اړوندو مسؤولینو ته د تخنیکې زده کړې د برخې محصلینو په اړه د عملی کار او همکارۍ لارښوونه وکړه.

همدارنګه د دغې کتنې په پای کې د دواړو جمهوررئیسانو په حضور کې د افغانستان او اذربایجان هیوادونو اړوندو استازو د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ په برخه کې یوه موافقتنامه، د کلتور او اورګاډی پټلیو په برخو کې د همکاریوتفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ په برخه کې لاسلیک شوې موافقتنامه به په دواړو هیوادونو کې د موثرو او ډاډ وړ عامه خدماتو، مفکورو، معلوماتو، مهارتونو او تجربو شریکولو او د پانګونې د ترویج او ګډې سوداګرۍ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړی.

د کلتوری همکاریو موافقتنامه به د دواړو هیوادونو او ملتونو د نږدېوالی او همدلی لامل شی او د یوبل د درک ترڅنګ به په دواړو هیوادونو کې فرهنګی بنسټونو او شخصیتونو ته د فرهنګی فعالیت اسانتیاوې رامنځته کړی.

د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د اورګاډی پټلۍ تفاهم لیک به د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړونده برخه کې د دوه اړخیزو تخنیکی همکاریو، انکشاف، پانګونې، د دولتی او خصوصی سکتور د مشارکت زمینه برابره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید