روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی برېښنا شرکت مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور واورېد.
په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې د افغانستان برېښنا شرکت رئیس داوود نورزی او د یادې ادارې یو شمېر مسوولینو د تېر کال په پرتله د سږ کال په عوایدو کې د زیاتوالی، فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمی فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت، په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحی برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل او دغه شرکت ته د لازیاتې پاملرنې غوښتونکی شول.
د هیواد جمهوررئیس د یادو ویناوالو د خبرو له اورېدو وروسته د برېښناشرکت د ضایعاتو د کمولو په اړه د جامع پلان هرکلی وکړ وې ویل، دا چې تاسې د برېښنا د ضایعاتو کمولو لپاره څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا لرئ، په اړه یې خپل وړاندیزونه راسره شریک کړئ.
جمهوررئیس غنی ټینګار وکړ، غواړم د دیجیټل جوړولو د بېلابېلو ابعادو په اړه یوې پایلې ته ورسېږو، په دې برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړئ.
محمداشرف غنی څرګنده کړه، د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسی توګه د برېښنالېږد مزو او نوری فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږی. هغه زیاته کړه، موږ باید دیجیټلی حکومتولی او دیجیټلی اقتصاد ولرو.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه و کړه چې خصوصی سکتور سره دې په ګډه کار وکړی، ترڅو په ژمی کې د کابل ښاریانو او صنعتی پارکونو د برېښنا د کموالی ستونزه په درست ډول تنظیم او حل شی.