روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: دآریانا افغان هوایی شرکت باید خودکفا شی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د آریانا افغان هوایی شرکت مسؤولینو سره په غونډه کې، خودکفایۍ ته د دې شرکت د رسېدو لپاره نوې لارې چارې وارزولې.

په دې غونډه کې، لومړی د آریانا افغان هوایی شرکت مسؤولینو د عمومی وضعیت، ستونزو او د دې شرکت پر وړاندې د شته خنډونو په اړه جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

جمهوررئیس غنی د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته وویل، آریانا افغان هوایی شرکت یو ملی شرکت دی او باید خودکفایۍ ته ورسېږی.

جمهوررئیس وویل، آریانا افغان هوایی شرکت هغه وخت د افغانستان ښه استازیتوب کولای شی چې دغه شرکت د حاجیانو د لېږد په اړه د پنځه کلن پلان په ګډون اقتصادی او عایداتی طرحې جوړې کړی او یو کمیسیون دې هم مؤظف شی چې ستونزې او خنډونه وارزوی او د دې شرکت د خودکفایۍ لپاره خپل وړاندیزونه مطرح کړی. د هېواد جمهوررئیس لارښوونه وکړه چې د حاجیانو د لېږد پروسې د عملیاتی بورډ مسؤولینو د فعالیتونو ارزولو لپاره یوه کمېټه جوړه شی او هغه کسان چې په دندو کې یې غفلت کړی عدلی او قضایی بنسټونو ته دې معرفی شی.

جمهوررئیس غنی همداراز ټینګار وکړ چې آریانا افغان هوایی شرکت باید خودکفایی ته ورسېږی او اروپایی هېوادونو ته دې الوتنې پیل کړی.

 

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید