روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: تروریزم د ګډ ګواښ په توګه لا تر اوسه هم سیمه ګواښی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د مونیخ امنیتی کنفرانس په څنډه کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې د جمهوررئیس غنی په استوګنځی کې په مونیخ ښار کې ترسره شوه، دواړو لوریو د اقتصادی او امنیتی همکاریو په پراختیا، د سولې پروسې او د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غنی په تېرو کلونو کې افغانستان سره د ترکیې د همکاریو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخی، د ورورولۍ او دوامداره دی.

د هیواد جمهوررئیس په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې وویل، افغانستان په سیمه کې د اقتصادی څلور لارې په توګه د سیمې هیوادونو، منځنۍ اسیا او ترکیې سره د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو غوښتونکی دی.

جمهوررئیس افغانستان سره د ترکیې نظامی همکاریو څخه په مننې وویل، په افغانستان کې د امنیت د تامین په برخه کې د ترکیې همکاری ګټوره ده.

جمهوررئیس غنی ګډو ګواښونو ته په اشارې وویل، تروریزم د ګډ ګواښ په توګه لا تر اوسه هم سیمه ګواښی او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، د تروریزم پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې رول ارزښتناک دی. هغه زیاته کړه:”موږ له ترکیې غواړو چې د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونو لا زیات ملاتړ وکړی.”

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، هیواد یې اماده دی چې له افغانستان سره د انکشاف په برخه کې همکاری وکړی او د افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړو. هغه زیاته کړه، تر هغو چې اړتیا وی د ترکیې نظامی ځواکونه به په افغانستان کې پاتې وی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ وکړ وې ویل، ترکیه هیله لری چې دغه پروسه په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی پای ته ورسوی.

دیو بل خبر له مخې، د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی په المان کې د مونیخ امنیتی کنفرانس په څنډه کې د سناتور لینزی ګراهام په مشرۍ د امریکا متحدو ایالتونو د سنا جرګې له یو شمېر غړو سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې او د افغانستان او سیمې د امنیتی وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

سناتور ګراهام د دې په څرګندولوسره چې موږ د سولې په برخه کې د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوو وویل، له افغانستان څخه به د امریکا ملاتړ دوامدار وی او موږ به د یوه متحد ستراتیژیک په توګه د افغانانو تر څنګ پاتې شو.

جمهوررئیس غنی د سولې پروسې او په دې برخه کې د افغان حکومت د هڅو او تعهد په اړه په خپلو خبرو کې وویل، تروریزم افغانستان او امریکا ته ګډ ګواښ متوجه کړی او باید له دغې شومې پدیدې سره د مبارزې په برخه کې ګډې هڅې وشی.

هغه د سولې په اړه وویل: هیله لرو طالبان له جګړې لاس واخلی، اوربند او پایداره سوله ومنی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، نن زموږ هیواد او ظرفیتونو تغییر کړی، د ولسواک نظام بنسټونه پیاوړی شوی او زموږ د امنیتی او دفاعی ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دی. هغه وویل، زموږ لیدلوری سیمه ییز اتصال او د سوداګریزو او ترانزیټی اړیکو پراختیا ده.

جمهوررئیس امریکایی سناتورانو ته وویل، موږ مخکې په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو د کمولو پر څرنګوالی د امریکامتحدو ایالتونو سره تفاهم کړی او نن ټول عملیات افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه مخته وړی.

په دغه کتنه کې سناتور ګراهام د نورو سناتورانو په استازیتوب په خپلو خبرو کې وویل، موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یوو او د ګډو لاسته راوړنوساتنه کوو.

هغه زیاته کړه، حقانی شبکه او نورې ټولې تروریستی ډلې اوس هم د دواړو هیوادونو د ګټو پر وړاندې یو ګواښ دی او پر ضد یې باید ګډه مبارزه وکړو.

ممکن است شما دوست داشته باشید