روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی: افغانستان او پاکستان باید د سوداګریزو او ترانزیټی همکاریو پراختیا پر اساس د یو ستراتېژیک لیدلوری په پیاوړتیا کار وکړی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی او د پاکستان اسلامی جمهوریت لومړی وزیر عمران خان په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو پلاویو هم حضور درلود، د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره او د جمهوری ریاست دواړو مرستیالانو هم په کې حضور درلود، لومړی جمهوررئیس غنی عمران خان او ورسره پلاوی ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وښوده چې دغه سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هیوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا لامل شی.
هغه زیاته کړه، افغانستان او پاکستان نه یوازې تاریخی مشترکات لری، بلکې ګډه راتلونکې لری او زموږ راتلونکی لرلید هماغه د سیمه ییز اتصال او همکاریو هیله ده چې زموږ د خلکو د وضعیت ښه والی لپاره مهمه ده او دا باید زموږ د مناسباتو اساس جوړ کړی.
جمهوررئیس وویل، دغه سفر، یو تاریخی سفر دی او هیله لرم چې د اقتصادی همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د نورو مثبتو هڅو د پیاوړتیا لامل شی.
جمهوررئیس غنی څرګنده کړه، دغه تاریخی سفر به داسې فرصتونه رامنځته کړی چې پر تېر بریالی شو او باید دواړه هیوادونه هڅه وکړی چې دغه فرصتونه ضایع نشی.
جمهوررئیس غنی د عمران خان د دریځ چې تل یې د افغانستان اسلامی جمهوری نظام څخه ملاتړ کړی او دا چې پاکستان هڅه کوی ترڅو له موږ سره د سولې پروسه کې همکاری وکړی، مننه وکړه.
همداراز جمهوررئیس وویل، د دواړو هیوادونو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالی زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د طالبانو تاوتریخوالی باید پایته ورسېږی او د دې ستونزې د حل یوازینۍ لار، سیاسی تګلاره ده چې باید پرمخ یوړل شی. زموږ او د پاکستان خلک له ترورېزم او بېوزلۍ څخه زیات زیانمن شوی دی او له یو بل سره کولی شو په دې برخه کې بدلون رامنځته کړو.
جمهوررئیس غنی وویل، دواړه لوری باید د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادی او ترانزیټی همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوری په پیاوړتیا کار وکړی.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د سیاسی او اقتصادی پراختیا ستر لیدلوری ولرو او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ورنکړو، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادی پیاوړتیا لامل شی.
په دغه کتنه کې د پاکستان لومړی وزیر وویل: زیات خوشحاله یم افغانستان ته چې له کلونو مې د دغه هیواد د سفر هیله لرله، راغلم. او هیله لرم د وروستیو څو لسیزو تاوتریخوالی چې د افغانستان پر خلکو یې زیات غمونه راوستی، پایته ورسېږی.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. غواړم ووایم، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالی په موجودیت کې زیات ناراحته او اغېزمنېږو.
د پاکستان لومړی وزیر څرګنده کړه، موږ غواړو مثبت رول ولوبو او د داسې شرایطو غوښتونکی یوو چې په کې د دواړو هیوادونو په اړیکو کې ناوړه شک موجود نه وی.
عمران خان وویل، موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم شی. زموږ هیواد هم له جنګ څخه ډېر زیان لیدلی دی، د سیمې د وضعیت لپاره غوره ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شی.
نوموړی زیاته کړه، موږ د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ له وروستیو خبرو راضی یوو او د دواړو هیوادونو لیدلوری د اقتصادی همکاریو پراختیا ده. د دواړو هیوادونو اړیکې باید په شفاف ډول پراخې شی، ګډې کمېټې د ایجاد په حال کې دی او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتېا په اړه به کار وکړی.
عمران خان د خپلو خبرو په پای کې جمهوررئیس غنی ته پاکستان ته د رسمی سفر بلنه ورکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید