روزنامه اصلاح

جمهوررئیس غنی:له افغانستان سره بین المللی تعهدات پر خپل ځای دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غنی د فنلنډ د بهرنیو چارو د وزیر پیکا هاویستو په مشرۍ راغلی پلاوی سره، په ارګ کې وکتل.
جمهوررئیس غنی د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر او ورسره پلاوی ته د ښه راغلاست پر مهال د جینوا د راتلونکی کنفرانس د جوړولو او کوربتوب په برخه کې د فنلنډ له حکومته مننه وکړه وې ویل: فنلنډ په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان د حکومت او خلکو پراخ سیاسی او مالی ملاتړ کړی.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د وروستیو تروریستی پېښو د شهیدانو په خاطر خپله خواشینی څرګنده او زیاته یې کړه: په افغانستان کې روانه وینه بهیدنه باید ختمه شی، ځکه فنلنډ او بین المللی ټولنه په افغانستان کې سولې ته هیله من دی.
ده زیاته کړه: بین المللی ټولنه به د افغانستان د ښې راتلونکی لپاره په جینوا کنفرانس کې یو ځل بیا د افغانستان له حکومت او خلکو څخه خپل پیاوړی سیاسی او مالی ملاتړ اعلان کړی. ده زیاته کړه: بین المللی ټولنه په افغانستان کې د تېرو ۱۹ کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب ترڅنګ د دغو لاسته راوړنو، د ښځو او ماشومانود حقونو او د ولسواکۍ د ارزښتونو پیاوړتیا او خوندیتوب ته د لازیاتې پاملرنې هیله لری.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر دغه راز جمهوررئیس ته له افغانستان سره په راتلونکی کې د خپلو انکشافی مرستو د دوام ډاډ هم ورکړ.
جمهوررئیس غنی له افغانستان څخه د نړیوالو د هراړخیز ملاتړ مننه وکړه وې ویل: موږ له بین المللی ټولنې سره د ستراتېژیک مشارکت پر بنسټ د تېرو ۱۹ کلونو د پرمختګونو او لاسته راوړنو د ساتنې او پرمختګ ټینګه اراده لرو.
جمهوررئیس د ښځو حقونو ته په اشارې وویل: د دوی رول د پخوا په پرتله زیات پیاوړی شوی، د حکومت د رهبرۍ په کچه او په ټولنه کې د ښځو رول بنسټیز شوی، خپل پیاوړی غږ لری او دا مهال د لازیات پرمختګ په حال کې دی.
جمهوررئیس د وروستیو تاوتریخوالیو زیاتوالی ته په اشارې وویل: په هلمند کې د طالبانو د بریدونو له امله زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې او موږ به د مسوول حکومت په توګه ورته رسېدګی وکړو. ده زیاته کړه: طالبان باید د سولې لپاره د افغانستان د خلکو، حکومت او بین المللی ټولنې غږ واوری او لبیک ورته ووایی.
جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې حکومت سولې ته ژمن دی وویل: موږ چمتو یوو چې په جینوا کنفرانس کې له بین المللی ټولنې سره د مارکیټ ، سولې او دولت جوړولوپه دریو مهمو محورونو بحث وکړو. همدارنګه به افغان حکومت بین المللی ټولنې ته د سولې، پرمختګ او اقتصادی خودکفایۍ په اړه خپلې سترې برنامې وړاندې کړی.
محمداشرف غنی وویل: د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت مذاکره کوونکی پلاوی طالبان په مذاکراتو کې فعالې ونډې اخیستو ته هڅوی، ترڅو د افغانستان خلک نهیلی نه شی. د جمهوررئیس په توګه په دې هم پوهېږم که د افغانستان خلک خپله حوصله بایلې، نو د سولې لپاره به دغه شته موقع هم له لاسه ورکړو.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: له افغانستان سره تر اوسه هم بین المللی تعهدات پر خپل ځای دی،موږ په ګډه د قوی مشارکت پربنسټ د دوه اړخیزو او څو اړخیزو روابطو او متقابل درناوی له لارې ګډې ګټې لرو او په شریکه به خپل دغه سفر مخته بوزو.

ممکن است شما دوست داشته باشید