روزنامه اصلاح

جلال‌اباد کې یو شمېر مېرمنو د سولې په ملاتړ لاریون وکړ

په جلال‌اباد کې یو شمېر مېرمنو د افغان سولې لپاره د بین‌الافغانی ناستې په ملاتړ لاریون وکړ.
په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغان سولې لپاره مرکچی پلاوی د بین‌الافغانی ناستې پر لارو چارو بوخت دی، په جلال‌اباد کې دغو لسګونو مېرمنو یې په ملاتړ لاریون وکړ.
په لاریون کې راټولې شوې نجونې او مېرمنې وایی چې د بین‌الاافغانی ناستې د مرکچی پلاوی دواړه لوری دې له شته فرصته ګټه پورته کړی او د دایمی سولې لپاره دې خنډونه له مخې لیرې کړی.
لاریونوالې نجونې او مېرمنې د بین‌الافغانی ناستې له ګډونوالو غواړی چې په هېواد کې د وینې تویدنې او ورور وژنې د مخنیوی په خاطر دې تر هرڅه وړاندې د اوربند غږ وکړی.
دوی په دواړو لوریو غږ وکړ چې د یو او بل پر وړاندې له زغم او حوصلې کار واخلی او له خپلو هغو شرطونو تېر شی د دوی په باور، خپلمنځی خبرې سبوتاژ کوی.
د لاریون ګډونوالې وویل: “زما نوم ثنا صافۍ، خیر دی نور راشئ، سوله وکړئ، څو ټول افغانان په سوله او خوښۍ کې ژوند وکړی، څو راتلونکی نسل ته مو ډادمن هېواد پاتې شی، غوښتنه مو دا ده چې لومړی دې اوربند وشی او بیا دې د سولې ټول شرایط چې په ځانونو عملی شی.”
دغه لاریون په داسې حال کې ترسره کېږی چې د قطر په مرکز دوحه کې د افغانستان اسلامی جمهوریت او د طالبانو مرکچی پلاوی د بین‌الافغانی ناستې په چارو بوخت دی او پرون یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د لومړی ځل لپاره مخامخ غونډه وکړه.
د دغو پلاوو مشرانو ټینګار وکړ چې د سولې په خبرو کې باید له زغمه کار واخیستل شی.
په ننګرهار کې د پیاوړو ښځو شبکه چې په جلال اباد کې لاریون ترتیب کړی و، وایی چې د قطر په مرکز دوحه کې د سولې د بین‌الافغانی ناستې د مرکچی پلاوو چارې یې څارلی او هیله‌منده ده چې د افغانانو لپاره به یو ښه زیری ولری.

ممکن است شما دوست داشته باشید