روزنامه اصلاح

جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مالی مرسته کړې

جاپان د افغان ماشومانو او میندو د روغتیا لپاره نهه میلیونه ډالرو مرسته کړې.

په کابل کې د جاپان سفارت په یوه اعلامیه کې، چې د دوشنبې په ورځ «لیندۍ په ۱۲ مه» یې خپره کړې، ویلی، چې د ۹٫۱ میلیونو ډالرو دغه نوې مرسته به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې یونیسف او د جاپان د نړیوالو مرستو د ادارې “جایکا” له لارې به د افغان ماشومانو او میندو د روغتیایی خدمتونو په مصرف ورسېږی.

په دغه اعلامیه کې ویل شوی:” دا مرستې به یونیسف او د هغې شریک ڼو ته د دې امکان په لاس ورکړی، چې ۱٫۴ میلیونه ماشومان د کتلوی معافیت د پروګرام له لارې واکسین کړی، د پنځه کالو څخه د ښکته عمر لس میلیونو ماشومانو ساتنه وکړی او همدارنګه ۲٫۸ میلیونه میندو ته د زېږون پر مهال د ټیټانوس ضد واکسین ورکړی“.

د جاپان سفارت د وینا له مخې دا پیسې به د درییم تلپاتې پرمختګ (SDG3) سره د مرستې ترڅنګ د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو کې هم ورڅخه کار واخیستل شی.

له دې مرستې به د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له منځه وړلو کې هم کار واخیستل شی.

په کابل کې د جاپان سفیر متسوجی سوزوکا د عامې روغتیا د وزیر ډاکټر فیروزالدین فیزوز سره ددې مرستې د تړون د لاسلیک پر مهال وویل، جاپان هڅه کوی، چې افغانستان د ښځو او ماشومانو لپاره په یو مصؤن ځای بدل شی، چې د همدې له امله دا هېواد د یونیسف سره مرسته کوی.

افغانستان د نړۍ په هغو دریو هېوادونو کې شامل دی، چې لا هم په کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغی د دغه هېواد د ماشومانو ژوند ګواښی.

سږکال په افغانستان کې تر اوسه د پولیو شل پېښې ثبت شوی دی، د پولیو د دغو پېښو له نیمایی زیاتې د افغانستان په جنوبی ولایتونو کې ثبت شوی دی.

د عامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز د مرستې د لاسلیک وروسته وویل، چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې د ماشومانو او میندو د ژوند د ژغورلو په برخه کې ډېرې موثرې وې او په ۲۰۰۱ کال کې چې په هرو زرو افغان ماشومانو کې ۱۹۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکوه، دا شمېر په ۲۰۱۵ کال کې ۵۵ تنو ته راټیټ شوی دی.

ښاغلی فیروز وویل: “د ژوند په لومړیو پنځه کلونو کې تر ډیره د مړینې مخنیوی د درملنې وړ دی او ماشومانو ته د کفایت لرونکی واکسین ورکول د ماشومانو د مړینې په مخنیوی کې د یوې ښه وسلې په توګه کار اخیستلای شی.”

جاپان د ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان سره ۶.۶ ملیارډو ډالرو وړیا مرسته کړې ده، چې په زېربناو، کرهڼې، د کلیو د پراختیا، پوهنې او روغتیا په پروګرامونو کې په مصرف رسېدلی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید