روزنامه اصلاح

یونسکو د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د خپلو همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ

پوهاند محمد رسول باوری :غیر ملموس فرهنګی میراثونه دې وپیژندل شی.

دغیر ملموسو  فرهنګی میراثونو  دمشورتې  بورد غړو پرون داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې غونډه وکړه .

دباختراژانس  دخبریال دخبرله مخې،  په دې غونډه کې  چې دغیر ملموسو  فرهنګی میراثونو دپیژندنې دفرهنګی ملی  پالیسی  دطرحې په باب دخبرو په مقصد جوړه شوې وه په پیل کې  د اطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت سرپرست  پوهاند محمد رسول باوری  خبرې وکړې  او ویې ویل چې ددغې پالیسۍ  په طرحه کې  دې باید دګاونډیو  هېوادونو او په دې  لاره  د مخکښو هېوادونو له تجربو  څخه استفاده وشی .

دده دڅرګندونوله مخې، له فرهنګی  موسسو او هم له هغو ادارو  سره چې  په دې لاره کې   فعالیت کوی  سلامشورې  وشی چې له هغوى سره په همکارى کې دغه پالیسی تدوین   شی .

دمشورتی  بورد غړو ددغې طرحې دتدوین  په مقصد خپلې نظریې  شریکې کړې ، هغوى داړوندو ادارو ترمنځ په همغږى  باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې غیرملموس  فرهنګی میراثونه دې باید دولایتونو او زونونو پهکچه وپیژندل شی او فهرست بندی شی .

دغونډې په پاى کې پوهاند محمد رسول باوری وویل چې باید فرهنګی ملی پالیسی په ډیرلنډ ممکن وخت کې تدوین شی .

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زیاته کړه چې دفرهنګی ملی پالیسی دتدوین په خاطر دغیر ملموسو  فرهنګی میراثونو تشخیص  مهم دى او ددغو میراثونو له پیژندنې وروسته دې هغه فهرست بندی او په معلوماتی زیرمه تون کې شامل 
شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید