روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د نشهیی موادو تر زرو ډېر قاچاق کوونکی نیول شوی او مجازات شوی دی.
که څه هم افغان حکومت او د ملګرو ملتونو له نشهیی موادو سره د مبارزې نړیوالې ادارې ونهشوی کولای چې تر ۱۳۹۸ لمریز کال پورې د نشهیی موادو د کښت، تولید او قاچاقو په اړه خپل ګډ کلنی راپور خپور کړی، خو له نشهیی موادو سره د مبارزې د عدلی او قضایی مرکز راپور ښیی چې سږ کال د نشهیی موادو قاچاق ډېر شوی دی. له نشهیی موادو سره د مبارزې عدلی او قضایی مرکز ویاند خالد موحد ازادی راډیو ته وویل: “په تېر لمریز کال کې د نشهیی موادو ډېر قاچاق کوونکی نیول شوی او د دې ترڅنګ زرګونه ټنه نشهیی مواد هم نیول شوی دی.”
ښاغلی موحد پر دې خبرې له ټینګار سره چې تېر کال کې د تاریاکو او چرسو د قاچاقو ترڅنګ افغانستان ته د کېمیاوی نشهیی موادو قاچاق هم ډېر شوی دی، وایی: “په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۳۹۷ کال په پرتله د نشهیی موادو د قاچاق پېښې ډېرې وې. په ۱۳۹۷ کال کې مو ۷۱۰ قضیې د ۱۱۵۳ تورنو کسانو سره درلودې، په داسې حال کې چې په ۱۳۹۸ کال کې مو د قضیو شمېر ۱۰۰۲ او د نشهیی موادو د قاچاق په تور ۱۳۶۴ کسان نیول شوی ول. په دې نیول شویو کسانو کې ۱۰۹یې دولتی کارکوونکی او ۲۶یې ښځې او نور یې بهرنیان دی.”
نیول شوی کسان له ۲۰ زرو افغانیو نقدی جریمې څخه نیولې بیا تر ۳۰ کالو پورې بند محکوم شوی دی.
د عدلی او قضایی مرکز د راپور پر اساس له محکوم شویو کسانو سره څه د پاسه ۲۰ ټنه هیروئین، تاریاک، مورفین، چرس، ښیښه، تېزاب، بنګ او شراب هم نیول شوی دی.
دا دوهم پرلهپسې کال دی چې په کابل او ننګرهار ولایتونو کې د نشهیی موادو د قاچاقو پېښې ډېرېږی او په ۱۳۹۸ کال کې نیول شویو کسانو کې ۲۲۷ یې داسې قاچاق کوونکی دی چې غوښتلیې نشهیی مواد د هېواد د هوایی ډګرونو له لارې بهر ته قاچاق کړی.