روزنامه اصلاح

ترکیې ناستې لپاره امریکایی، طالب او ترکیی پلاوو سره بحثونه روان دی

د افغان سولې په اړه د ترکیې غونډې ته په بېلابېلو کچو د چمتوالی خبره کېږی، خو لا هم د وخت، اجنډا او د ګډونوالو د شمېر په اړه هوکړه نه ده بشپړه شوې.
د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ (د وری ۱۴مه) له امنیتی ناستې وروسته خپلې اوونیزې خبری ناست ته وویل چې په دې اړه له امریکایی، طالب او ترکی پلاوو سره خبرې روانې دی.
ښاغلی محب زیاته کړه: “ترکیې ناستې ته چمتوالی روان دی، د افغان حکومت پلاوی له امریکایی او طالب پلاوو سره په دې اړه خبرې کوی، تر اوسه کومه ملموسه پایله نه لری، ځکه په دې اړه خبرې روانې دی چې په ناسته کې باید څه وی؟ په دې اړه به هوکړه یو څه وخت ونیسی، ځکه نه تر اوسه په اجنډا او نه هم د ګډونوالو په شمېر او نه هم د ناستې د نېټې په اړه هوکړه شوې اوس هم بحث روان دی.”
ښاغلی محب زیاتوی، کله چې بحثونه وروستی شول امریکایی پلاوی به کابل ته راشی او له ولسمشر محمد اشرف غنی سره به یې شریک کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان ۷ سیاسی ګوندونو، حزب اسلامی، جمعیت اسلامی، اسلامی وحدت، د خلکو د اسلامی وحدت، ملی جنبش، ملی اسلامی محاذ او افغان ملت د ترکیې ناسته مهمه بولی او وایی، د ټولو هغو هڅو هرکلی کوی چې هېواد کې د دایمی سولې او ثبات لامل شی.
دوی اندېښنه ښیی، که خدای مه کړه دا تاریخی فرصت له لاسه ووت، د افغانستان روانه جګړه به سیمې او نړۍ ته ناوړه او دردناکه پایله ولری، نو لازمه ده چې د سیمې هېوادونه او نړیوال یې مرسته او ملاتړ وکړی.
دغو ګوندونو د شنبې په ورځ (د وری ۱۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، له نورو سیاسی اړخونو او بهیرنو هم غوښتل چې له دوی سره یوځای شی او چا ته اجازه ورنه کړی چې د سولې د خنډ او ځنډ لامل شی.
په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غنی پرون شنبه (د وری ۱۴مه) د امریکا متحدو ایالاتونو شارژدافیر، د ناټو ملکی استازی او د یوناما د سرپرست په ګډون د اروپایی ټولنې د غړو هېوادونو سفیرانو او د بین المللی بنسټونو ځینو استازو سره کتلی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلی چې ښاغلی غنی په دغه کتنه کې د سولې پروسې د راتلونکو ګامونو او د سولې په اړه د افغانستان حکومت د لیدلوری د تشریح ترڅنګ د ګډون والو پوښتنې هم ځواب کړی.
ټاکل شوې چې نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره د ملګرو ملتونو، نړیوالو همکارانو او د سیمې هېوادونو وروستیو هڅو د ترکیې په کوربتوب ناسته جوړه شی.
که څه هم په کوردننه او بهر دغې مهمې ناستې ته چمتوالی روان دی، خو تراوسه د ناستې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.
د راپورونو له مخې ترکیه کې د افغان سولې په اړه ناسته، ښایی څو ورځې وروسته ترسره شی .

ممکن است شما دوست داشته باشید