روزنامه اصلاح

تذکره کې د مور نوم لیکل اختیاری دی

د احصایې او معلوماتو د ملی ادارې رئیس وایی، په الکترونیکی تذکرو کې د مور نوم د هر شخص په خوښه لیکل کیږی.
د یادې ادارې رئیس احمد جاوید رسولی پرون چهارشنبه سپټمبر ۲۳ (تلې دوهمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر غنی له فرمان سره سم به له دې وروسته په الکترونیکی تذکرو کې پر ټولو فردی مشخصاتو سربېره، د مور نوم هم درج کړی.
خو نوموړی زیاته کړه چې د مور نوم به د غوښتونکی په خوښه لیکل کیږی.
نوموړی زیاته کړه: “په الکترونیکی تذکرو کې د مور نوم درج کول اختیاری دی، او د الکترونیکی تذکرې د غوښتونکی په خوښه لیکل کېږی. که چېرې د تذکرې غوښتونکی د مور نوم له درج کولو سره موافق نه ‌وی، الکترونیکی تذکره یې د مور له نوم پرته چاپ او وېشل کېږی.”
ښاغلی رسولی وویل، هغه الکترونیکی تذکرې چې تر دې وړاندې د مور له نوم پرته وېشل شوې دی هم د اعتبار وړ دی.
دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت ولسمشر محمد اشرف غنی په الکترونیکی تذکرو کې د مور نوم لیکل هم توشیح کړل.
په افغانستان کې په الکترونکی تذکرو کې د مور د نوم لیکلو په اړه بېلابېل نظرونه موجود دی. یو شمېر کسان یې ملاتړ او ځینې بیا مخالفت کوی.
د احصایې او معلوماتو د ملی ادارې مشر همدارنګه وویل چې تر دا مهاله یو میلیون الکترونیکی تذکرې وېشل شوی دی.
د نوموړی د معلوماتو په اساس په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د الکترونیکی تذکرو اخیستلو تقاضا زیاته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه چې تر دا مهاله د هیواد داخل او بهر کې د الکترونیکی تذکرو ۴۷ مرکزونه پرانیستل شوی چې په وینا یې کېدایشی دغه مرکزونه نور هم پراخ شی.
ښاغلی رسولی وویل: “تر دا مهاله خلکو یو میلیون الکترونیکی تذکرې اخیستی دی او په راتلوونکې کې به په نورو هیوادونو کې هم د افغان کډوالو لپاره مرکزونه پرانیستل شی.”
افغان حکومت تر دا مهاله په ایران کې د مېشتو د افغان کډوالو لپاره د الکترونکی تذکرو ورکولو بهیر پیل کړی دی.
په پاکستان او نورو هیوادونو کې مېشتو افغانانو هم په هغه هیوادونو کې د الکترونیکی تذکرو بهیر پیلېدو غوښتنه کړې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید