روزنامه اصلاح

تخار کې ځایی چارواکی د ۴۲ طالبانو د تسلیمېدو خبره کوی

د افغانستان شمال ختیځ ته په تخار ولایت کې چارواکی وایی، د افغان امنیتی ځواکونو په لاس څنګلوری بدخشان کې له طالبانو د یمګان، وردوج او کران منجان تر نیول کېدو وروسته ۴۲ وسلوالو دغه ولایت ته پنا وړې ده.

له دې کسانو یوه بی بی سی ته ویلی چې نږدې دوه کاله وسله په غاړه او له وسلوالو سره و.

د تخار والی عبدالحق شفق وایی، د قومی مخورو په منځګړتوب دغو ۴۲ وسلوالو- چې د بدخشان د یمګان او کران او منجان ولسوالیو دی- ورسج ولسوالۍ کې امنیتی ځواکونو ته وسلې سپارلې دی.

د تخار ورسج له کران او منجان سره پوله لری او دا وروستۍ ولسوالۍ ده چې تازه تازه افغان امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلې ده.

وردوج، کران او منجان او یمګان د دبخشان ولسوالۍ دی چې له څلور کلونو راهیسې د طالبانو لاس کې وې.

له دې مخکې افغان ځایی چارواکو ویل چې بدخشان کې د هوایی او ځمکنیو عملیاتو پیلولو سره یې یوه په بله پسې دا ولسوالۍ له طالبانو ونیولې.

په دا مهال طالبانو بی بی سی ته ویلی چې تسلیم شوی کسان طالبان نه، بلکې د ولسی پاڅون یا حکومت ته ژمن ځایی وسلوال دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایی، کله چې دوی دا کسان خوشی کړل، نو امنیتی ځواکونو ته تسلیم شول.

خو د بدخشان د یمګان ولسوالی اوسېدونکی قاری برهان الدین وایی، چې دا ټول طالبان دی او هر یو له دوو تر شپږ کلونو له حکومت سره جنګېدلی دی.

د افغان ځواکونو له خوا بدخشان کې د دریو ولسوالیو د کنټرولو خپلولو له اعلان سره ځنګلوری ولایت تخار کې طالبانو درقد او ینګی کلا ولسوالۍ نیولې دی.که څه هم د تخار ځینې سیمو کې لا هم تیت پرک نښتې شته، خو ځایی چارواکی وایی چې د دې ولسوالیو د بیا نیولو لپاره عملیات پیلوی چې د هوایی ځواک ملاتړ به هم ور سره وی.

ممکن است شما دوست داشته باشید