روزنامه اصلاح

بهرنیو چارو وزارت:   روسیه افغانستان کې د«امارت»د بیا راتلو ملاتړ نه کوی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، محمد حنیف اتمر، وایی د روسیې د هغه دریځ هرکلی کوی، چې په وینا یې، طالب مشران دې تر هغې د ملګرو ملتو د بندیزونو له نوملړه نه لرې کېږی، چې د سولې په تړاو یې خپلې ژمنې پر ځای کړې نه وی.
له ښاغلی اتمر سره له خبرو وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سیرګی لاوروف په یوه ګډه خبری غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د تاوتریخوالی له ډېرولو لاس واخلی او له نورو افغانانو سره د سولې د خبرو د کولو په تړاو منلی شرطونه پر ځای کړی.
ښاغلی لاوروف همداراز ویلی، چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې باید د ملګرو ملتو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو ته درناوی وکړی.
دې وزارت یوه بیان کې ویلی دې، خبرو کې ټېنګار وشو چې د سولې خبرې باید معنی لرونکی او محتوی ولری.
د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت زیاتوی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې افغانستان کې د امارت بیا رامنځته کېدو پلوی نه دی او د ملګرو ملتونو له تور لسته د طالبانو د نومونو لرې کولو لپاره په کار ده چې اړین پرمخګتونه وشی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل روسی انډول سره په ګډه خبرې غونډه کې د روسیې ددې دریځ هر کلی وکړ:
“موږ دغه راز د روسیې د دې دریځ هر کلی کوو چې ترڅو طالبانو د سولې په اړه خپلې ټولې ژمنې عملی کړی نه وی د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لسته دې نه لرې کیږی”.
ښاغلی اتمر چې مسکو ته د روسیې د بلنې له مخې تللی په ټینګار سره وویل روسیې سره د ګډې همکارۍ د نوی پیل لپاره له یوې پیاوړې ارادې سره مسکو ته راغلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی دې لیدنه کې د هر اړخیزه همکارۍ په موخه د یوې لار نقشې پر رامنځته کولو هوکړه وشوه.
ښاغلی اتمر د امنیت، داعش ډلې او نشه یی توکو د قاچاق په اړه د روسیې اندېښنو ته په اشارې سره وویل دا اندېښنې د دواړو هېوادونو ګډې اندېنښنې دی.
ښاغلی اتمر څو ورځې وروسته له هغه مسکو ته سفر کوی چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړی استازی ضمیر کابولوف څرګندونې د افغانستان له سخت غبرګون سره مخامخ شوې وې.
هغه ویلی وو افغانستان کې جګړې پای ته رسولو لپاره یوه انتقالی ائتلافی حکومت ته اړتیا ده، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه دا څرګندونې ناسمې او د افغانستان له اوسنیو واقعیتونو سره په ټکر کې بللې وې.

ممکن است شما دوست داشته باشید