روزنامه اصلاح

بهرنیو چارو وزارت: د طالبانو تاوتریخوالی د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هیواد کې د مذاکراتو له لارې د سوله ییز هواری په اړه د روسیې د «ښه نیت» د هرکلی ترڅنګ ویلی چې د طالبانو تاوتریخوالی سیمه ګواښی.
دغه وزارت پرون شنبه ( چنګاښ ۱۲) په یوې اعلامیې کې ویلی په داسې حال کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د بشپړېدو په حال کې دی، طالبانو په دغه هیواد کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا دوې ورځې مخکې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو د زیاتوالی په اړه اندېښنه ښودلې وه او په دغه هیواد کې د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتی وو چې جګړه پای ته ورسوی او په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره «رغنده» مذاکرات پیل کړی.
دغه روسۍ چارواکی زیاته کړې وه چې د جګړې ښکېل لوری باید په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره خپلې هڅې یوازې تر خبرو نه، بلکې «واقعی اقدمات» تر سره کړی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې: “طالبان سولې ته د رسېدو لپاره خپلې ژمنې نه دی ترسره کړی او د تاوتریخوالی کچه یې هغې کچې ته لوړه کړې چې حتی د سیمې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخامخ کوی.”
دغه وزارت ټینګار کړی په داسې حال کې چې افغانستان په مستقیم ډول د دوحې د مذاکراتو کې طرف نه و، خو له خپل اړخ یې د نورو ژمنو ترڅنګ د طالبانو د ۶۰۰۰ بندیانو په ازادولو سره پر ټولو ژمنو عمل کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې جګړې روانې دی او د افغانستان حکومت وایی طالبان هڅه کوی چې په زور سره واک ته ورسیږی، خو وسله وال طالبان بیا د دوحې مذاکراتو د ورو پرمختګ پړه پر افغان حکومت اچوی.

بلخوا په کابل کې د امریکا سفارت هم تیره ورځ پر ملکی وګړو او عامه تاسیساتو د طالبانو لخوا د بریدونو د مخنیوی غوښتنه وکړه او طالبان یې د روان تاوتریخوالی عمده برخه وبلل.

ممکن است شما دوست داشته باشید