روزنامه اصلاح

بهرته د ۱۰۰۰ کارګرو د لېږلو پروژې په ګـډون ۵۴ تدارکاتی موضوګـانې منظورشوې

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې ۵۸ تدارکاتی مورده وارزول شول چې په پایله کې ملی تدارکاتو کمېسیون له ۱۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۵۴ مورده منظور کړل.

وروسته د حرارتی دستګاه او جنراتورونو د اړتیا وړ ډیزل تېلو د برابرولو او پېرلو پروژې او د ۱۳۹۸ کال د وروستۍ ربعې لپاره د وسایطو د تېلو او د بودجې د موجودیت په صورت کې د ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ مالی کلونو لپاره په شپږ لاټونو کې د افغانستان برېښنا شرکت مطرح شوې غوښتنه ملی تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

دغه راز له ارزونې او غور وروسته د یو شمېر تعدیل شویو پروژو د منظورۍ غوښتنه هم ملی تدارکاتو کمېسیون تائید کړه.

د کمېسیون په دغه غونډه کې په ګرځنده ډول د واکسین د تطبیق د پراختیا لپاره د عامې ر وغتیا وزارت ملی تدارکاتو کمېسیون ته خپله غوښتنه وړاندې کړه چې له بحث وروسته دغه پروژه د لازیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه.

اوزبیکستان هیواد سره د بېلابېلو وسایطو د تفاهمنام لیک او قرارداد د منظورۍ په اړه د ملی تدارکاتو ادارې د عام اقلامو ریاست وړاندیز هم کمېسیون منظور کړ.

کرنې وزارت د ۳۴ ولایتونو لپاره د ۱۵۰۰۰ متریک ټنه غنمو تخم د پېرلو او لېږد پروژې د اوو ناکامو برخو د لارښوونې په اړه، غوښتنه غونډې ته وکړه چې د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شوه، خو مالیې، اقتصاد، کرنې، اوبولګولو او مالدارې وزارتونو او ملی تدارکاتو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې موضوع وارزوی او راپور دې د ملی تدارکاتو ادارې کمېسیون ته وړاندې کړی.

د ډبرو سکرو او ارچې لرګیو د اړتیا د تثبیت په اړه د ملی دفاع وزارت د لارښوونې وړاندیز هم ملی تدارکاتو کمېسیون تائید کړ.

دغه راز په غونډه کې له ایران څخه د ۱۶-STM په ظرفیت د انټرنټ بندویټ د تدارک پروژې په اړه د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د لارښوونې غوښتنه وکړه چې له بحث او ارزونې وروسته دغه وزارت ته لازمې لارښوونې وشوې.

د ملی دفاع وزارت د اړتیا وړ یوقلم لبنیاتو (د باکیفیته وطنی پیروی/قیماق) د تدارک په اړه ملی دفاع وزارت او ملی تدارکاتو ادارې د عام اقلامو ریاست غوښتنه وکړه چې کمېسیون دغو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې.

سربېره پر دې د ملی دفاع وزارت د ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک پروژې په اړه د لارښوونې غوښتنه له بحث او ارزونی وروسته کمېسیون تائید کړه.

د استخباراتو لوی ریاست د ۴ پوړیزې ودانۍ جوړولو له امله د ۵۰ میلیون څخه د زیاتو افغانیو د نه ورکولو په اړه هم د یوه ساختمانی شرکت عریضه کمېسیون ته وړاندې او پرېکړه وشوه چې سیستیکا دې خپل راپور وړاندې او کورنیو چارو وزارت دې یاد شرکت ته د پیسو د ورکړې په اړه هڅه وکړی.

کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۹ مالی کال تر پایه تقویمی مالی کال ته له پاملرنې پرته د اعاشوی او محروقاتی توکو د پروژو د منظورۍ په اړه د لارښوونې وړاندیز کمېسیون ته وکړ چې کمېسیون منظور کړ، خو د ولایتونو په کچه د یادو پروژو د مرحلو د پرمخ بېولو وړاندیز کمېسیون بېرته وروګرځاوه او مالیې، عدلیې، اقتصاد او کورنیو چارو وزارتونو، سیستیکا او ملی تدارکاتو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې دغه موضوع وارزوی.

ملی دفاع وزارت د تدارکاتو د نرخ اخیستو په طریقه کې د تعدیل په اړه د لارښوونې وړاندیز غونډې ته وکړ چې تر بحث او ارزونې وروسته ملی تدارکاتو کمېسیون په هغو پروژو کې چې د سیستیکا ادارې له لوری تمویلېږی، د کورنیو چارو او ملی دفاع وزارتونو د اعطا امرینو د پیسو صلاحیت له ۵ میلیون افغانیو څخه ۲۰ میلیون افغانیو ته لوړ کړ.

پردې سربېره د ملی دفاع وزارت په یوه لوا کې د پسه او چرګ غوښې د تعدیل په اړه د دې وزارت وړاندیز د دغې پروژې د ارزښت او اندازې په اړه د هر اړخیزو ارزونو په موخه بېرته وروګرځول شو.

د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ ۷۰/۶۰ ډوله ۱۰ زره ټنه مایع قیر د تهیې او تدارک پروژې قرارداد د لغوه کولو وړاندیز هم ملی تدارکاتو کمیسیون منظور کړ.

همداراز د چوکاټی قرارداد پر اساس د ډیزل، پټرول او خاورو تېلو په ګډون د کابل ښاروالۍ د اړتیا وړ درې قلمه نفتی تېلو پروژې په اړه د لارښوونې وړاندیز په هر اړخیز ډول تر ارزولو وروسته منظور شو.

له بل لوری، د کابل ښار د سړکونو لپاره د ترافیکی سګنالونو پروژې د مشخصاتو د تعدیل او بیې د زیاتوالی په اړه د لارښوونې وړاندیز تر بحث او دقت وروسته کمېسیون تائید کړ.

په همدې حال، ترانسپورټ وزارت (د چوکاټی قرارداد پر اساس) د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ دوه ډوله تېلو (ډیزل او پټرولو) د تدارک پروژې په اړه د لارښوونې وړاندیز غونډې ته وړاندې کړ او منظور شو.

له بل لوری، د اجنډا مطابق د کمېسیون غړو، د دې کمېسیون د پخوانیو لارښوونو د تحقق پر راپور هم بحث وکړ چې د تائید وړ وګرځېد.

ممکن است شما دوست داشته باشید