روزنامه اصلاح

بل ګېټس: طالبان په افغانستان کې د پولیو ضد د کمپاین خنډ دی

په نړۍ کې د پولیِو ضد د واکسیِن د کمپایِن لویِ ملاتړیِ بیِل ګیټس وایی چې په افغانستان کې جګړو او سیِاسی مبارزو د ګوزڼ ضد کمپایِن مخه نیِولې ده.

د مکروسافت شرکت پخوانی مشر ښاغلی ګیِټس وویِل چې په افغانستان کې د طالبانو سیِمه ایِز مشران د پولیِو ضد کمپایِن مخه نیِسی او نه پرېږدی چې دا وبا ختمه شی. هغه وایی طالبان د ګوزڼ ضد هېڅ پلان نلری او چې “خوښه یِې وی اجازه ورکوی او چې خوښه یِې نه وی” نه یِې ورکوی.

ښاغلی گیِټس وویِل “دا هغه څه دی چې موږ پرې کنترول نلرو او نه یِې په اړه وړاندویِنه کولیِ شو. کله ناکله هغویِ دغه کمپایِن ته اجازه نه ورکوی. خو که اجازه ورکوی بیِا کور په کور دا واکسیِن انتقالیِږی.”

نوموړی په مشخص ډول ونه ویِل چې طالبانو د افغانستان په کومو سیِمو کې د ګوزڼ واکسیِن بند کړیِ دیِ. مګر افغان چارواکی وایِی چې په ختیِځ، جنوب او ځیِنو نورو جنګ ځپلو برخو کې وسله والو د واکسیِن ډلو ته اجازه نه ده ورکړې، ګوزڼ تر ټولو ډېر د کندهار ولایِت ځپلیِ دیِ.

نوموړی وویِل “په افغانستان او پاکستان کې بایِد د ګوزڼ پېښې صفر ته راښکته شی او د حکومتونو مرستی (مالی ملاتړ) هم حیِاتی دی.”

نوموړی له رویِټرز اژانس سره په مرکې کې دا خبرې کړی دی.

ښاغلیِ ګیِټس داسې مهال په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد واکسیِن د بهیِر په اړه اندېښنه ښودلې ده چې د ۲۰۱۹م د پیِل راهېسې په افغانستان کې د ګوزڼ دوې تازه پېښې ثبتې شوی دی او دواړه یِې په کندهار کې دی.

افغانستان، پاکستان او نایِجریِا په نړۍ کې یِوازیِنی هېوادونه دی چې لا هم د ګوزڼ وایِروس په کې شته. په افغانستان کې په ۲۰۱۸م کې د پولیِو ۲۱ پیِښې ثبتې شوې وې، چې ۱۵ یِې د کندهار، هلمند او ارزګان په ولایِتونو کې وی.په پاکستان کې بیِا د ګوزڼ ۱۲ پیِښې ثبتې شوې وې.

ښاغلی ګیِټس وویِل په هند کې چې څه باندې یِو میِلیِارد نفوس لری، د ګوزڼ کنټرولول د دې ښکارندویِ دیِ چې په نړۍ کې دا ویِروس ختمېدیِ شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید