روزنامه اصلاح

بلېنکن: له افغانستانه د امریکایی سرتېرو پر ایستلو پرېکړه نه‌ ده شوې

که څه هم د افغانستان د سولې خبرې ورځ تر بلې یو حساس پړاو ته داخلېږی، خو امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون د یوې مهمې برخې په اړه لا هم وروستۍ پرېکړه نه‌ده کړې.
د ۲۰۲۱ میلادی کال د مې میاشتې تر پایله له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل، هغه موضوع ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلېنکن وایی، لا یې ارزونه روانه ده.
ښاغلی بلېنکن د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه کې وویل، په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د پاتې کېدو یا هم ایستلو په اړه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې، خو د دې جګړې د پای په اړه د دوی دریځ روښانه دی او غواړی خپل عسکر کور ته راستانه کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې بهیر ګړندی کولو ته هم اشاره کړې او ویلی دی: “امریکا یوازې دا هڅې نه کوی، بلکې غواړی د ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان ګاونډی هېوادونه هم په دې هلو ځلو کې را ګډ کړی، ځکه دوی هلته خپلې ګټې او پر دې بهیر اغېز لری.”
انټونی بلېنکن دا هم وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پرمختګ څاری او ګوری چې ایا طالبان خپلې ژمنې عملی کوی او که نه؟
امریکا د افغان سولې بهیر د څارنې او پرمختګونو خبره داسې مهال کوی چې افغان حکومت په کور دننه له سیاسیونو سره د سولې په اړه واحد لیدلوری ته د رسېدو لپاره لیدنو ته زور ورکړی.
تازه جمهور رئیس غنی د ملی مصالحې عالی شورا رئیس عبدالله عبدالله او د ملی شورا د رئیسانو په ګډون، له جهادی او سیاسی مشرانو عبدالرب رسول سیاف، یونس قانونی، محمد محقق، عطامحمد نور، عبدالرشید دوستم، سید منصور نادری، جمعه خان همدرد او ځینو نورو سره کتلی دی.
جمهوری ریاست وایی، په دې کتنه کې د سولې د ملی اجماع پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال وایی: “دې غونډه کې د ټولو ګډونوالو د افغانستان د مرکچی پلاوی څخه د ملاتړ پر دوام ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، د افغانستان دولت او د ملی مصالحې عالی شورا دې په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی.”

بل‌خوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې هم د افغانستان د سولې د راتلونکو پړاوونو په اړه د خبرو لړۍ روانه ده.
تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سادات اونال سره کتلی او پر افغان سوله یې خبرې کړی.
دا لیدنه داسې مهال کېږی چې د ځینو رسنیو له قوله تمه ده چې د مارچ په ۲۷مه په ترکیه کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د امریکا، روسیې، چین، هند، ایران او پاکستان په ګډون د افغانستان د سولې په اړه یوه غونډه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید