روزنامه اصلاح

بلخی: په ۱۳۹۷ کال کې جګړو او  وچکالۍ ۹۲۱۹۴ کورنۍ بې ځایه کړی

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وایی، د جګړې ترڅنګ وچکالی هغه څه و چې سږکال یې زرګونه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه کړل.

نوموړی وایی، په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله له ۹۲ زرو څخه ډېرې کورنۍ بې ځایه شوی دی.

سید عالمی بلخی د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې په‌دې اړه وویل:

په ۱۳۹۷ لمریز کال کې په خواشینۍ سره چې د جګړو او ناامنیو ترڅنګ د وچکالۍ له امله هم ډېرې کورنۍ بې ځایه شوی، د جګړو او وچکالۍ له امله په ټوله کې ۹۲زره او یو سلو ۹۴ کورنیو ته رسېږی.”

ښاغلی بلخی وویل، دغه کورنۍ بیړنیو مرستو ته اړتیا لری او د افغانستان ملی شورا باید د راتلونکی کال په بودجه کې دغو بې ځایه شویو ته جدی پام وکړی.

افغانستان په وروستۍ لسیزه کې سختو وچکالیو ځپلی دی چې تر ډېره یې د خلکو کرنې او مالدارۍ ته زیان اړولی دی. د افغانستان د طبیعی پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې اوس ‌مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۲،۲ میلیونه وګړی، بېړنیو غذایی مرستو ته اړتیا لری. د دغه وزارت په خبره په تېرو څو کلونو کې څه باندې پنځه لکه کسان د وچکالۍ او ناامنیو له امله له خپلو اصلی مېنو نورو سیمو ته کوچېدلی چې مرستو ته اړتیا لری. له بلې خوا د مشرانو جرګې غړی د وچکالۍ ترڅنګ په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو له ناوړه وضعیت هم د اندېښنې وړ یاد کړ.

د دغو سناتورانو له ډلې ډاکټر غیرت بهیر وویل، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو په ځانګړی ډول ایران او پاکستان کې وهل او ټکول کېږی او ترې سیاسی ګټه اخېستل کېږی. نوموړی زیاته کړه: “په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی، وهل کیږی، سپکاوی ورته کېږی او د ځینو هېوادونو له لوری جګړو ته استول کېږی؛ له هغې ډلې د سوریې جګړې ته چې دې مسئلې ته باید جدی پاملرنه وشی.”

په ایران او پاکستان کې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند که څه هم کومه نوې خبره نه ده، خو تردې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې یوې ویډیو چې پکې یو ایرانی پولیس ښودل کېږی چې یو شمېر افغانان وهی او سپکې سپورې ورته وایی، په افغانستان کې دننه د خلکو سخته غوصه راوپاروله. دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر راپورونو له مخې، اوسمهال شااوخوا یو مییلون افغانان په ایران کې کډوال دی چې وخت ناوخته ورسره د ایرانیانو د ناوړه چلند په اړ راپورونه ورکول کېږی. خو د افغانستان د کډوالو چارو وزیر وایی، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو هوارې لپاره هلې ځلې روانې او تر یوې اندازې یې ستونزې هوارې شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید