روزنامه اصلاح

برېښنا شرکت: تر درې ورځو به د وارداتی برېښنا ستونزه هواره شی

په داسې حال کې چې په کابل کې د برېښنا پرچاوی په دې وروستیو ورځو کې زیاته شوې د افغانستان برېښنا شرکت وایی، په راتلونکې جنورۍ میاشت به له ازبکستان هېواد څخه افغانستان ته د وارداتی برېښنا د پرچاوی ستونزه هواره شی.

د برېښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدی د پنجشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۶مه» امریکا غږ ته ویلی چې افغانستان له ازبکستان سره د ۳۴۰ مېګاواټه برېښنا قراراد لری چې دغه هېواد اوس مهال یوازې ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا افغانستان ته ورکوی.

هغه وویل:”د دې لپاره چې موږ له ازبکستان څخه ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا واخلو، هغوی باید خپل سیسټمونه باید له هغوی سره عیار کړی، په هرو دوو ورځو کې هغوی باید یوه مضوع شاید پرچاو کړی، ترڅو خپلو دستګاو ته تقویت ورکوی، تر هغو چې نوی کال کې موږ ډېره برېښنا اخلو هغه ظرفیت دوی ولری.”

نوموړی زیاته کړه چې ازبکستان هېواد افغانستان ته د پوره ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا برابرولو لپاره اوس مهال د خپلو انرژۍ منابعو پر تقویه کولو کار پیل کړی چې په افغانستان کې د برېښنا پرچاوی ۴۵ سلنه زیاته شوې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت وایی، چې ازبکستان هېواد د یادې تخنیکی‌ ستونزې د هواری په هدف کار پیل کړی چې په راتلونکې جنورۍ میاشتې کې به د برېښنا د پرچاوی ستونزه شل سلنې ته راټیټه شی.

د ازبکستان له برېښنا څخه پر کابل، سربېره، بلخ، سمنګان او بغلان ولایتونه استفاده کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید