روزنامه اصلاح

برښنا شرکت:  په کابل کې د برښنا د پرچاوۍ لامل د نفوسو زیاتوالی دی

د افغانستان برښنا شرکت د برښنا د لاینونو او پایو پر وړاندې امنیت یوه ستره ستونزه یادوی او وایی، له حکومته غواړی چې د دغې ستونزې په مهارولو کې له دوی سره مرسته وکړی.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د افغانستان برښنا شرکت د برښنا د کمښت له کبله له انتقادونو سره مخ دی، خو دا شرکت وایی چې ستونزه په دوی کې نشته، بلکې یوازې سږ کال په کابل کې ۳۰ زره نویو پیرېدونکو ته برښنا رسول شوې ده.

د دغه شرکت رئیس امان الله غالب چې د سې شنبې په ورځ یې د افغانستان برښنا شرکت د راتلونکو کارونو په اړه یوې خبری غونډې ته معلومات ورکول، په کابل کې د وروستیو پرچاویو په اړه د خبریالانو له پوښتنو سره مخ شو.

ښاغلی غالب د دغو پوښتنو په ځواب کې وویل، د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا لاینونو پرې کولو او پایو ړنګولو دا شرکت له ستونزو سره مخ کړی دی، خو په خبره یې چې د هواری لپاره یې هڅې روانې دی.

دی وایی: برښنا شرکت یوازې د کابل د برق مسؤلیت نه لری، ټول افغانستان زمونږ مسؤلیت دی او اصلی هدف مو په کمه بیه او په مطمین او پایښتی ډول د برښنا رسول دی او تضمین ورکوو چې برښنا شرکت دا وړتیا لری چې په تېره کې چې به لین پرې شو، بېرته به جوړ شو، دا د برښنا تخنیکی ټیم دی چې سیمې ته ځی او جوړوی یې، اوس امنیتی ستونزه زمونږ د کار په وړاندې لوی خڼد دی چې باید ورته پاملرنه شی.

په ښار کې د اوسېدونکو ډېر شمېر بله هغه ستونزه ده چې د برښنا شرکت د رئیس په وینا، د کابل د برښنا د کمېدو لامل ګرځېدلې.

د هغې طرحې له مخې چې په تېرو کلونو کې د کابل لپاره جوړه شوې وه، یوازې د څلور سوه پیرېدونکو اړتیا په نظر کې نیول شوې وه.

له لمریزې برښنا څخه استفاده، په نغلو بند کې د نورو توربینونو نصبول او دغه شان له وارداتی برښنا ګټه اخیستنه د کابل د روښانه ساتلو لپاره د دغه شرکت نور پروګرامونه دی.

د افغانستان برښنا شرکت چې د سې شنبې په ورځ یې د برښنا په تړاو د ستونزو د هواری په هدف په کابل کې د ولایتونو د مرستیالانو په کچه یوه غونډه رابللې وه، وایی چې تر دې وروسته به د برښنا د رسولو په برخه کې د لومړیتوبونو په اړه خپله سیمه ییز چارواکی پرېکړه کوی او خپله بیا ځواب هم وایی.

دغه شان دغه شرکت وایی چې تر ۲۰۲۳ میلادی کال پورې د برښنا رسولو له ملی شبکې سره د ټولو ولایتونو نښلول یې بل پروګرام دی چې په روان کال کې به لوګر، پکتیا، خوست، غرنی، ننګرهار او کاپیسا ولایتونه له دغې شبکې سره ونښلول شی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال تیمور شاران یادې غونډې ته په خبرو کې د برښنا شرکت له دې اقدامه ملاتړ وکړ.

نوموړی وویل:“د لویو ملی پروژو د پلې کولو په برخه کې د همغږۍ ملی میکانیزم جوړ شوی دی چې بنسټ یې د افغانستان برښنا شرکت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ایښی، دا دې ته زمینه برابروی چې ټولنیز عدالت ښه تطبیق کړو او ټول د پلان ګذارۍ په ملی پروژو کې شریک شی، مثلاً دا چې په کابل کې کومې سیمې ته او څه وخت برښنا ورسول شی.”

د افغانستان برښنا شرکت وایی، اړتیا ده چې په دې برخه کې سیمه ییز چارواکی، خلک او مرکزی دولت د دغې ستونزې په هواری کې له دوی سره مرسته وکړی.

د دغې غونډې په پای کې برښنا شرکت څلور هوکړه لیکونه له یو شمېر مخابراتی شرکتونو او له افغانستان بانک سره لاسلیک کړ چې بر بنسټ به یې د برښنا د بلونو په تحویلولو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید