روزنامه اصلاح

ایران: که اړتیا وه په هره کچه به یورانیم غنی کوو

د ایران د حکومت ویاند بهروز کمالوندی ویلی، د ایران اټومی انرژۍ سازمان د اړتیا پر مهال په هره کچه یورانیم بډایولی شی. د نوموړی په وینا، تهران دا مهال د سانتریفیوژ زیاتولو پلان نه لری او په اوسنیو امکاناتو یې یورانیم بډایول زیات کړی دی، خو د سانتریفیوژیونو زیاتول به د ایران یو بل راتلونکی ګام وی.

ښاغلی کمالونډید یکشنبې پر ورځ په یوه خبری ناسته کې دا هم وویل، د ایران او شپږو قدرتونو تړون د نړیوالې سولې په ګټه و او ټولو ته یې ګټه رسېده.

“امریکا لویه تېروتنه وکړه چې له دې تړون ووتله، موږ په دې تړون پاتېدو ته تیار یو، خو د تړون خوندیتوب د مقابل لوری په چلن پورې تړلی دی”.

د ایرانی چارواکو دا اعلان یوه ورځ له هغه وروسته دی چې د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرونه له ایرانی سیال سره خبرو کې په دې اندېښنه وښوده چې که تړون ماتېږی، نو څه به پېښېږی.

په ځواب کې حسن روحانی پر اروپایی هېوادونو غږ وکړ چې د تړون ژغورلو لپاره اوس لاس په کار شی.

خو د فرانسې الیزه ماڼۍ یوه چارواکی رویټرز خبری اژانس ته ویلی چې ښاغلی مکرون د ایران له خوا د اټومی تړون د نور ماتولو ګام غندلی دی.

پ همدې خبری ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچی وایی، تهران لا هم غواړی چې تړون وژغوری، خو اروپایی هېوادونه یې تورن کړل چې په خپلو ژمنو ونه درېدل.

ایران له اټومی تړون د امریکا د وتلو په کال پوره کېدو سره د تړون پاتې غړو- چین، فرانسې، جرمنی، روسیې او برتانیا- ته ۶۰ ورځې وخت ور کړی و چې د امریکا له بندیزونو یې وژغوری.

د دې وخت د پوره کېدو سره هممهال د یکشنبې په ورځ( د جولای ۷) عباس عراق چی خبریالانو ته وویل، تهران به څو راتلونکو ګړیو کې له ۳،۶۷ سلنه ډېر ټینګوالی سره یورانیم بډایول پیل کړی، چې بوشهر اټومی بټۍ ته سونتوکی برابر کړی.

عباس عراقچی دا هم وویل چې تهران به هر ۶۰ ورځې وروسته د ۲۰۱۵ کال اټومی تړون ته ژمنتیا کمه کړی، خو زیاته یې کړه چې د بندیزونو د له منځه وړو لپاره یې د ډیپلوماسۍ ور پرانیستی دی.

امریکا پر ۲۰۱۸ کال له دې تړون په یو لوریز ډول ووتله او پر ایران یې بیا هغه بندیزونه ولګول چې د دې تړون له مخې ترې لرې شوی وو.

د ایرانی چارواکو دا څرګندونې له تړون وروستۍ خلاف ورزی ښیی. په مۍ میاشت کې هم ایران د یورانیم بډایولو له ټاکلی حد واوښت او اوس یې دومره بډایولی شی چې د راکتورونو لپاره د سونتوکو او هم د اټومی وسلو لپاره کارېدلی شی.

خو ایران تل وایی، چې اټومی پروګرام یې سوله ییز دی او د وسلو جوړولو نیت نه لری.

اروپایی ټولنه، جرمنی، برتانیا، فرانسه، چین او روسیه- چې د اټومی تړون غړی دی- لا هم د دې تړون پر خوندیتوب ټینګار کوی او له ایران غواړی چې ورته ژمن اوسی.

درې اروپایی قدرتونه د ایسنټکس په نوم په یوه بله هڅه کې غواړی چې له ایران سره مالی راکړې ور کړې ته لار برابره کړی.

تېره اونۍ اروپایی ټولنې وویل، چې دا هڅه به پلې شی، خو ایران دا ګام ضروری مګر پوره نه بولی.

ممکن است شما دوست داشته باشید