روزنامه اصلاح

ایران د افغانستان لویدیځو ولایتونو ته د برښنا پر لېږد کار کوی

ایرانی چارواکو ژمنه کړې چې زرنج او هرات ښارونو ته به د برښنا پر لېږد او دغلته د بادی برښنا پر تولید کار کوی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، دغه خبره کابل ته د ایران راغلی فنی او تخنیکی پلاوی، چې مشری یې د انرژۍ وزرات مرستیال همایون حایری کوله، کړې ده.
دغه پلاوی د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدو پر مهال ویلی، د ټرانزیټ، سوداګرۍ او برښنا په برخو کې به خپلې همکارۍ پیاوړې کړی.
ایران او افغانستان خپلو کې د هر اړخیزو همکاریو یو جامع سند هم لاسلیکوی چې د طرحې په بشپړولو یې کار روان دی.
کله چې وروستیو کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د تاوتریخوالی څو پیښې وشوې، دواړو هېوادونو وپتیله چې د دغسې پېښو د تکرار د مخنیوی او د افغان کډوالو د حقونو د خوندیتوب لپاره به یو سند لاسلیکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید