روزنامه اصلاح

ایران ته له افغانستانه د ډالرو قاچاق بهیر چټک شوی

پر ایران د امریکایی بندیزونو په سختېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د امریکایی ډالرو د قاچاق بهیر چټک شوی دی. یوې باوری دولتی سرچینې بی بی سی ته ویلی، چې په تېر زېږدی کال کې له افغانستانه نژدې پینځه میلیارده ډالر په ناقانونه توګه بهر ته ایستل شوی دی.

سرچینه زیاتوی چې دا اټکل د افغانستان بانک د مالی استخباراتو د موندنو په بنسټ شوی دی.

دې سرچینې ویلی، چې سږکال پر ایران د بندیزونو له لا سختېدو وروسته اوس اټکل کوی، چې د سږکال تر پایه به تر پینځو میلیاردو ډالرو زیات ور قاچاق شی.

د افغانستان د لوېدیځو ولایتو د بانکونو ریاست هم اندېښنه څرګنده کړې، چې پر پولو د دغه کار د مخنیوی لپاره اړین څار او مخنیوی نشته.

د افغانستان لویدیځې پولې تل ایران ته د مخدره توکو او انسان قاچاق لارې پاتې شوې، خو اوس د ډالرو د قاچاق وار رسېدلی.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شی ویلی، ډالر لکه نشه یی توکی له نا رسمی پولو او دښتو بهر ته نه ځی بلکې له رسمی پولو او د ځینو چارواکو په مرسته لېږدول کیږی.

د قانون له مخې هرڅوک کوای شی تر لس زره ډالرو پرته له دې چې پر پولو ثبت شی، بهر ته ولېږدوی.

تر شل زرو ډالرو لېږدولو اجازه هم شته خو په دې شرط چې لېږدوونکی سوداګریز قراداد ولری.

هرات کې د بی بی سی خبریال محمد قاضی زاده وایی، داسې کس یې هم موندلی چې تر ۳۰ زرو ډالرو یې هم ایران ته قاچاق کړی.

نوموړی ویلی، دا یې مجبوری وه.

“هو ما تر دېرش زره ډالرو لېږدولی، ګټه یې بده نه وه. سل یا ۱۵۰ ډالره. په دې پیسو لږ تر لږه ګوزاره کیږی. افغانستان بیا په ځانګړې توګه هرات کې خو کار نشته.”

د هرات یو صراف عبدالقدوس وایی، په خپله ډالر نه قاچاقوی خو پرې خبر دی.

“ډالر چې زیات شی د خلکو عاید ورسره کم وی، نو ایران ته قاچاقیږی. کېدای شی د ورځې تر دوه میلیونه شاوخوا قاچاق شی.”

د افغانستان د لویدیځ زون د بانکونو ریاست مشر انور شاه یوسفی وایی، “په ځېنو پولو کې کمکارۍ شوی او ځینو کسانو له دې وضعیته استفاده کړې. یوه انګېزه خو یې سوداګری ده، خو د اسعارو د قاچاق تر شاه ښایی ډېر هدفونه نغښتی وی چې یو یې اقتصادی ګټه بللی شوو.”

د ایران ترڅنګ ویل کیږی د سیمې ځینو نورو هېوادو ته هم له افغانستان ډالر قاچاق کیږی.

یادې شوې سرچینې ویلی داسې کسان هم شته چې میلیونونه اختلاس شوی ډالر بهر ته لېږدوی.

له افغانستانه د ډالرو وتل ددې بېوځله هېواد اقتصاد زیانمنولی شی.

 د افغانۍ ارزښت کمیږی، د توکو بیې لوړیږی، د پانګونې لپاره د ماشینونو او خامو موادو راوړل له خنډ سره مخ کیږی او پر دې سربېره د کانونو د استخراج لپاره هم ډالری پانګې ته اړتیا شته.

په ټولییزه توګه افغانستان کې د پراختیا د بهیر د چټکتیا لپاره د ډالرو شتون مهم دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید