روزنامه اصلاح

ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه څلوراړخیزه غونډه

د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه د افغانستان، ایران، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ یا (UNHCR) په ګډون د سیمه‌ییزې استراتیژېکې کمېټې شپږمه غونډه د دوشنبې په ورځ (غبرګولی ۲۷مه) په اسلام‌آباد کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حُسین عالمی بلخی، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال شهریار افریدی، د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر حسین ذولفقاری او د دغو درېو هیوادونو لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ چارواکی ګډون لری.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر امریکا غږ ته وویلی، چې په ایران او پاکستان کې د افغان مهاجرو د اوسیدو د کارتونو تمدیدول، د مهاجرت له مسلې څخه د سیاسی ګټې اخیستلو مخنیوی، د مهاجرینو لپاره د ټولنیزو او حقوقی آسانتیاو برابرول، افغانستان د مهاجرینو د راستنېدو تنظیمول او ورسره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ له خوا د مرستو د ویشلو څرنګوالی او په کې زیاتوالی او یا کموالی راوستل هغه مسایل دی، چې په دې څلوراړخیزه غونډه کې ورباندې بحث کیږی.

هغه زیاته کړه: “موږ به یقیناً یوې نتیجې ته ورسیږو، چې هم به د مهاجرینو او هم به د افغانستان د حکومت په ګټه وی”.

په دې غونډه کې یوازې د هغو افغان مهاجرو د وضعیت په اړه بحث کیږی، چې په ایران او پاکستان کې په قانونی توګه اوسیږی.

خو ښاغلی باهر وویل، چې د دې غونډې په څنډه کې به د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالی کمېشنرۍ د مسولینو په حضور کې له ایرانی او پاکستانی چارواکو سره د هغو افغان مهاجرو د برخلیک معلوملو پر سر هم خبرې وشی، چې په دغو هیوادونو کې په غیر قانونی ډول ژوند کوی.

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمیرو په اساس اوسمهال په پاکستان کې ۱.۵ میلیونه افغانان په قانونی ډول او۹۶۰زره نور په غیرقانونی توګه ژوند کوی.

همداشان دغه وزارت وایی، چې یو میلیون راجسټر شوی او شاوخوا ۱.۴ میلیونه غیر راجسټر شوی افغان مهاجر په ایران کې میشت دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید