روزنامه اصلاح

ایرانی چارواکی د افغانستان په نقشه کې څـه لـټوی؟

افغان خواله رسنیو کې د ایرانی چارواکو هغه انځور ډېر مشهور شوی چې الوتکه کې د افغانستان پر نقشه ټول دی او ورته ګوریدا انځور کابل ته د ایران د ملی امنیت شورا د منشی علی شمخانی او نورو چارواکو تر راتګ وروسته د دغه هېواد سپاه پاسدران ته نږدې رسنۍ تسنیم کې خپور شوی.

همدا وجه ده چې انګېرل کېږی کابل ته د راتلو پر مهال الوتکه اخیستل شوی او د خواله رسنیو عادی کارن پرېږده ان د ځینې اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو هم ورته غبرګون ښودلی دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوی فیسبوک کې د انځور خپرولو سره لیکلی: “پام وکړئ، ښه پام وکړئ. اوسنی افغانستان ۱۸ کاله پخوانی افغانستان نه دی.”

په دې عکس کې ایرانی چارواکی لیدل کېږی چې د افغانستان پر نقشه ، هغو سرحدی ولایتونو ته ځیر دی، چې له ایران سره پر پوله پراته دی، خو ځینې افغان چارواکی داسې انګېرلې چې دوی پر اوبو بحث کوی.

د جواد ظریف خبرداری؛

که څه هم ټول ایران کې د اوبو ستونزه شته او ان ځینې وخت د خلکو ترمنځ پرې لانجې هم وی، خو له افغانستان سره پر پوله سیستان بلوچستان کې د اوبو کمښت د هغه څه له امله بلل کېږی، چې ایرانی چارواکی وایی، افغانستان دوی ته د اوبو حق نه ور کوی.

د تېر اګسټ پر ۲۶ هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد له دولتی تلوېزون سره خبرو کې وویل، چې له افغانستان سره د اوبو مسله جدی څاری او که حل نه شوه له نورو لارو به کار واخلی.

که څه هم ښاغلی ظریف روښانه نه کړه، چې له نورو لارو یې موخه څه ده، خو په افعانستان کې ځینو د هغه دا خبرې داسې وانګېرلې چې کېدی شی ایران په سیمه کې ناامنۍ ته لمن ووهی او په دې توګه د افغانستان په فراه او نیمروز ولایتو کې ایران ته پر تلونکو سیندنو د بندونو جوړېدو مخه ونیسی.

ښایی همدا وېره وی چې د افغانستان د طبیعی پېښو وزیر نجیب اقا فهیم اوسنی انځور ته غبرګون کې لیکلی. “د اوبو پر جغرافیا پوځی تمرکز او د اوبو او چاپېریالی مسلو امنیتی کول به بدې پایلې ولری.

“مه پرېږدئ چې د پوځی قومندانانو پر مېز د اوبو او چاپېریال په هکله پرېکړې وشی، مرمۍ او باروت او د وینو غوسه اوبه وچوی او محیط خرابوی”.

“د پستې ونې نړړول”

د نوموړی د فیسبوک ملګرو دا تبصره تایید کړې او یوه فیسبوکی ملګری عبدالرحمان مالېم زاده خو د ښاغلی فهیم دې تبصرې ته په ځواب لیکلو کې دا ادعا کړې چې ایران په بادغیس کې د پستو ونې چې افغانستان ته ډېر عاید لری له منځه وړی. “تحقیق چې مې کړی ریښتیا هم د ونو رېښې اخلی چې دا ټولې ونې له منځه یوسی”.

د ایرانی چارواکو دا انځور د ملی امنیت پخوانی لوی مشر رحمت الله نبیل هم شریک کړی.

مالومه نه ده چې ایرانی چارواکی دې نقشه کې ریښتیا پر څه شی بحث کوی، خو په خواله رسنیو کې خپاره شوی عکس ته غبرګون ښیی چې افغانان د خپل هېواد په وړاندې د ګاونډیو پر نیتونو څومره شک لری.

هغه هم په داسې مهال چې په دې سفر کې له افغان چارواکو سره د ایران د ملی امنیت مشر ویلی چې له طالبانو سره اړیکی لری.

له نږدې دوو کلونو راهیسې ځینې امریکایی او افغان چارواکو بیا – بیا له طالبانو سره د ایران اړیکې د اندېښنې وړ بولی او ادعا کوی چې تهران له طالبانو سره د وسلو مرسته کوی.

که څه هم ایرانی چارواکی دا ډول تور ردوی، خو له دغه هېواد سره د افغانستان سرحدی ولایتونو په تېره فراه کې ناامنی د ایران وچکالی سره تړلې بلل کېږی او له هغه وروسته دې سیمو کې د طالبانو فعالیت ډېر شوی چې افغان ولسمشر پکې د څو بندونو جوړولو چارې پیل کړې.

غزا نور

ممکن است شما دوست داشته باشید