روزنامه اصلاح

انتخاباتی کمپاین او د لوبو تیوری

د ریاضیاتو په برخه کې د لوبو (یا د جوارۍ) تیوری د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې رامنځ ته شوه، دشلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې یې په اقتصادی تحلیل کې خپل ځای وموند او له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د اقتصادی مسایلو د څېړنې له پاره په یوه خورا مهمه وسیله بدله شوه. د شلمې پېړۍ په وروستۍ نیمه او د یویشتمې پېړۍ په لومړیو کلونو څو واره د اقتصاد د نوبل جایزه هغو څېړونکو ته ورکړل شوه چې اقتصادی نظریات یې د لوبو د تیورۍ پر بنسټ ولاړ وو. د لوبو (جوارۍ) تیوری د ریاضی هغه څانګه ده چې په یو تعامل کې د دوو لوریو تر منځ– چې دواړه په شعوری ډول له دې تعاملاتو باخبره دی – د عمل د لاروچارو د غوره کولو ډول باندې تمرکز لری.

کله چې د ګټلو او بایللو خبره وی نو که د یو ګټه او د بل تاوان سره برابر وی، «په ټوله کې صفر لوبه» (Zero Sum Game) ورته ویل کېږی او که مجموعی ګټه د دواړو لوریو تر بایلنو لوړه وی نو «په ټوله کې غیر صفر لوبه» (Non-Zero Sum Game) بلل کېږی.

د پرو (قطعو) او سپښتو لوبې په ټوله کې صفر لوبې دی، یانې څه چې یو یې ګټی دقیقاً هغه څه دی چې بل یې بایلی. خو د خیریه چارو له پاره لاټری په ټوله کې د غیر صفر لوبې یوه ښه بېلګه کېدای شی: ګڼ شمیر کسان د لاټری تکټونه اخلی، لږ شمېر په کې د ټکټ د بیې څو چنده ګټه کوی خو لوبه داسې عیار شوې وی چې د ټولو ګټل شوو جایزو ارزښت د پلورل شوو ټکټونو تر ارزښت کم وی. هغه پاتې پیسې د یوې خیریه چارې له پاره ځانګړې کېږی یانې لوړه ټولنیزه ګټه ترې لاس ته راځی چې په نتیجه کې تولید شوی ارزښت (د جایزو مجموعه او ټولنیزه ګټه) د پلورل شوو ټکټونو تر ارزښت لوړ وی.

د لوبو تیوری د ټولنیزو تعاملونو او سیاسی اړیکو په تحلیل کې هم ډېره کارول کېږی.

په ټولنیز تعامل کې د «غیر صفر» لوبې مشهوره بېلګه «د بندیانو معضله» ده. په دې معضله کې دوه تنه د یو جرم په تور نیول کېږی. قاضی دواړو ته اختیار ورکوی چې له عدالت سره همکاری کوی (د مجرم په پیدا کولو کې مرسته کوی) او که نه یې کوی. که دواړو یو د بل پر ضد شاهدی وویله نو دواړه مجرم ګڼل کېږی، پر هر یوه پینځه کاله بند راځی. که په دوو کې یو خپل شریک رسواکړ خو بل وفادار پاتې شو نو هغه چې خپل ملګری یې رسوا کړی بخښل کېږی او هغه چې خپل ملګری یې نه دی رسوا کړی په لس کاله بند محکومېږی. دریم حالت دا دی چې دواړه لوری یو بل ته وفادار پاتې شی نو عدالت یې جرم نه شی ثابتولای خو د شک پر بنسټ دواړه په یو، یو کال بند محکومېږی.

په دې قضیه کې هر یو دا فرصت لری چې د ملګری په افشا کولو، له بنده خلاص شی نو د مقابل لوری د افشا کولو ګټه ورته لوړه ښکاری، خو که دواړه لوری همدغه قضاوت وکړی نو دواړه د خلاصون په تمه یو بل افشا کوی او په نتیجه کې یې دواړه پینځه پینځه کاله بندی کېږی. برعکس که دواړه لوری یو بل ته وفادار پاتې شی نو کال وروسته به دواړه ازاد ګرزی. د عقل حکم باید د همکارۍ او وفادارۍ په ملتیا کې وی.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو تبلیغاتی کامپاین د لوبو د تیورۍ په چوکاټ کې ډېر ښه ارزول کېدای شی.

که هره انتخاباتی ډله داسې و انګېری چې د نورو ډلو په تخریب او سپکولو به د ځان له پاره د ګټلو چانس زیات کړی او د حریف د ګټلو چانس به کم کړی نو نتیجه به دا شی چې ټول به د یو بل په سپکولو او تخریبولو بوخت شی، د یوې احتمالی ګټې په خاطر به ټول لوبغاړی علی السویه تخریب شوی او ښکنځل شوی وی. په داسې حال کې چې ټول هغه ټیمونه چې کامپاین ته راوتی، په دویم دور کې مجبور دی چې له مخکښو دوو ټیمونو سره یوځای شی یانې هغه چا ته ورنېږدې شی چې په لومړی دور کې به یې په شرمونو شرمولی وی.

که بر عکس ټول ټیمونه په انتخاباتی کامپاین کې له اعتدال څخه کار واخلی، د ټولنیزو اخلاقو مراعات وکړی، ملی منافع په نظر کې و نیسی نو هر یو به د نورو د سپکولو پر خای خپل پروګرام ته د ملاتړ په جلبولو هڅه وکړی او که په دویم دور کې یو له بل سره جوړېږی نو دا توافق به د ملی منافعو د خوندی کولو یوه هڅه وبلل نه شی نه یوه ناپاکه معامله.

د ریاضی علم خو په کامپاین کې د حد ساتلو او د متقابل درناوی پر بنسټ ولاړ ملی بحث تجویز کوی. وګورو چې د لوبغاړو ټولنیز شعور به کوم لوری ته درومی؟

نجیب منلی

ممکن است شما دوست داشته باشید