روزنامه اصلاح

انافی بنسټ دملی نګارستان او هنرستان له ریاسـتونو سـره همـکاری کـوی

دزیات عمر لرونکو دروزنې لپاره دافغانانو ملی بنسټ انافی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دملی نګارستان او هنرستان له ریاستونو سره په  بېلابېلو برخو کې همکاری کوی .

  په همدې مقصد دهمکارۍ تفاهم لیکونه پرون دهنرستان رییس محمد هاشم شارق او دملی نګارستان دامرې صابرې رحمانی دزیات عمر لرونکو دروزنې لپاره دافغانانو دملی بنسټ له رییس عبدالبشیر خالقی سره په داسې حال کې چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معین پوهاند محمد رسول باوری حاضر و، لاسلیک کړل.  دباختراژانس خبریال دخبرله مخې، دزیات عمر لرونکو کسانو دروزنې لپاره دافغانانو دملی بنسټ رییس ددغوتفاهم لیکونو دلاسلیک کولو په وخت کې وویل، دغه بنسټ دمناسبتی نندارتونونو دجشنونو په جوړولو، دخطاطۍ، رسامۍ او دظرفیتونو دلوړولو په برخه کې دروزنیزو ورکشاپونو د جوړولو له لارې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دملی نګارستان او هنرستان له کارکوونکو سره همکاری کوی او ددغو بنسټونوله کارکوونکو سره دانګلیسی ژبې او کمپیوتر دزدکړې په برخه کې دیو کال لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوی .

دملی نګارستان آمرې او هنرستان رییس دکارکوونکو دظرفیتونو دلوړولو، حرفوی زده کړو او دغه راز دمناسبتی  نندارتونونو او جشنونو دجوړولو په لاره کې دغیر دولتی بنسټونوهمکاری ددغو ادارو په بډاینه کې ارزښتناکه وبلله .

ممکن است شما دوست داشته باشید