روزنامه اصلاح

امنیتی او دفاعی ځواکونه د سولې په برخه کې دخپل تاریخی رول ادا کولو ته بشپړچمتووالی لری

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غنی په مشرۍ د ملی امنیت شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
په پیل کې د ملی امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د هیواد د امنیتی او دفاعی ارګانونو د برنامو راپور وړاندې کړ او همدارنګه په بامیانو ولایت کې د حکومت د رهبرۍ فوق العاده غونډې د امنیتی طرحو په اړه تفصیلی خبرې وشوې.
ورپسې د امنیت شورا د دارالانشا رئیس جنرال عبدالمقیم عبدالرحیمزی د امنیت شورا د تېرو غونډو د مصوبو او اجرااتو هراړخیز راپور وړاندې کړ.
د ملی دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستانو او ستر امنیتی معین د امنیتی او دفاعی ځواکونو راتلونکی پلان تشریح کړ. د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د امنیتی میثاق طرحې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل: د هیواد په شپږو ولایتونو کې یاده طرحه د عملی کېدو په حال کې ده.
جمهوررئیس غنی د هیواد د ښارونو او لویو لارو د امنیت او ښې حکومتولۍ په اړه د بحث پر مهال اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې. جمهوررئیس څرګنده کړه، اړینه ده چې زموږ امنیتی او دفاعی ځواکونه د خلکو امنیت وساتی او د دوی ځان او مال خوندی کړی.
د امنیت شورا غونډه کې یادونه وشوه چې په قطر کې د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت او طالبانو ډلې تر منځ د سولې مخامخ مذاکراتو بهیر پیل شوی او خلک سولې ته هیله من شوی، خو په خواشینۍ سره چې طالبانو د تاوتریخوالی کچه لوړه کړې او دا خلکو ته د منلو وړ نه ده.
جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د امنیتی او دفاعی ځواکونو له رهبرۍ څخه په مننې وویل: افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه منظمې او منسجمې برنامې او د سولې په برخه کې دخپل تاریخی رول ادا کولو ته بشپړچمتووالی لری.
په پای کې د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د هوایی ځواک پیاوړتیا ته پر لا زیاتې پاملرنې ټینګار وکړ وې ویل: هغو سیمو کې چې لوړ تهدیدپکې شته، باید تهدیدونه یې له منځه یووړل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید