روزنامه اصلاح

امریکا له ایران سره جنګ غواړی؟

دوه بېلا بېل نظرونه؛ لومړی نظر چې د ډونلډ ټرمپ حکومت یې خوښوی، وایی، د ایران هډوکی سوځی. ویل کېږی د امریکا په اهدافو د سختو بریدونو لپاره تیاری نیول شوی، خو په دې تړاو ځانګړی تفصیل نه ور کول کېږی.

امریکا هم سیمه کې خپل ځواکونه پیاوړی کړی، ناضروری ډیپلوماټیک کارمنان له عراق باسی او رپوټونه وایی، چې پخوانۍ جنګی نخچې څنډی.

تهران ته روښان پیغام: که ایران یا یې سیمه کې ملګرې ډلې پر امریکایی موخو برید وکړی له سخت پوځی غبرګون سره به مخ شی.

دویم نظر امریکا د اوسنی کړکېچ یواځنۍ مسووله بولی.

عجیبه نه ده چې ایران دا ډول نظر ولری، خو د ښاغلی ټرمپ کورنی مخالفان هم ورته نظر لری.

ان د ښاغلی ټرمپ ډېر اروپایی ملګری هم لږ او ډېر دې اندېښنه کې شریک دی.

د دې نظر له مخې، د ښاغلی ټرمپ اداره کې د ایران ضد غړی – د ملی امنیت سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو- دا چانس غنیمت بولی.

د دې نظر له مخې، د دوی موخه تهران کې د رژیم بدلول دی او که ډېر تر ډېره اقتصادی فشار نتیجه ور نه کړی، نو مناسبو شرایطو کې پوځی زور کارول هم لرې خبره نه ده.

دا دوه نظرونه له واقعیت متفاوت تعبیرونه دی او د تل په څېر د خپلې خبرې د منلو لپاره ځینې حقایق لویوی او د بل لوری یا پاتې حقایق له پامه غورځوی.

خو دې برخه کې اخیستون او مشاهده د واقعیت په څېر مهم دی. ان ویلی شو چې له ډېرو برخو واقعیت جوړوونکی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید