روزنامه اصلاح

امریکا: جنګی بېړۍ ته څېرمه مو بې پیلوټه ایرانۍ الوتکه ویشتلې

ولسمشر ترمپ وایی، د امریکا سمندری جنګی بېړۍ په خلیج کې د ایران یوه پوځی بې پیلوټه الوتکه ویشتلې ده.

ټرمپ وایی، د یو اېس اېس بوکسر جنګی بېړۍ د پنجشنبې په ورځ وروسته تر هغه “دفاعی اجرآت” وکړل، چې یوه بې پیلوټه الوتکه بېړۍ ته ۹۱۴ متره نژدې شوه.

په تېره جون میاشت کې ایران په سیمه کې د امریکا یوه پوځی بې پیلوټه الوتکه وغورځوله.د ښاغلی ټرمپ په وینا هرمز تنگی کې د ایرانۍ بې پیلوټې الوتکې د نسکورولو اقدام دفاعی و. ایرانی ډرون د نوموړی په خبره امریکایۍ بېړۍ ته ډېر نژدې شوى و.

ولسمشر ټرمپ چې سپینې ماڼۍ کې یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل ایرانی بې پیلوټې الوتکې د یو. اېس. اېس. بوکسر په نامه امریکایی پوځی بېړۍ او عملې ته یې گواښ پېښ کړى و:”بوکسر بېړۍ د ایرانی ډرون پر ضد دفاعی گام پورته کړ چې ورته ډېر نژدې شوى و. د شا وخوا نهه سوه مترو واټن کې، د بېرته ورگرځېدو گڼې غوښتنې یې هم له پامه غورځولې وې. د بېړۍ او دعملې خوندیتابه یې گواښه. ډرون سملاسی نسکور شو. امریکا د خپلو گټو، تاسیساتو او د خپل پرسونل د دفاع حق ځان لپاره خوندی کوی، او پر نورو ملتونو غږ کوی چې د تگ راتگ د ازادۍ او نړیوالې سوداگرۍ پر وړاندې د ایران د خنډ ولاړولو هڅې وغندی.”

ولسمشر ټرمپ همداراز پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې راتلونکې کې له هرمز تنگی د خپلو تېرېدونکو بېړیو خوندیتابه لپاره له امریکا سره کار وکړی.

د هرمز په تنگی کې د ایرانۍ بې پیلوټې الوتکې د نسکورېدو خبر داسې مهال مخې ته راځی چې سیمه کې ترینگلتیا وار له مخه ډېره ده.

ایرانی پوځی او دولتی چارواکو تر اوسه د ډرون الوتکې د ویجاړېدو په اړه مالومات نه دی ورکړی، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف چې دا مهال نیویارک کې دی، د ملګرو ملتونو مرکزی دفتر کې خبریالانو ته وویل: “موږ هېڅ مالومات نه لرو چې کومه بې پیلوټه الوتکه مو له لاسه ورکړې وی”.

ممکن است شما دوست داشته باشید