روزنامه اصلاح برای بار اول در ۲۹ دلو ۱۳۰۰ هش مطابق به ۱۸ فبروری ۱۹۲۱میلادی به نگارندگی و سر دبیری محمد بشیر در شهر خان آباد شروع به نشرات کرد. دراین نشریه بعد از شماره ۱۶ بجای مدیر و سر دبیر تنها سر دبیر وبجای محمد بشیر ، حافظ فیض محمد درج گردیده است.
در مرحله اول، این جریده در یک صفحه بروی کاغذ نازک شکری رنگ در مطبعه سنگی خان آباد نشر میگردید. موضوعات این جریده را سر مقاله، مطالبی در باره حوادث داخلی، حوادث خارجی، ادبیات، مسایلی برای سر گرمی و مقالات علمی تشکیل میداد. در پیشانی اخبار درج شده بود.
د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل وایی، د قاطع ملاتړ ماموریت افغان ځواکونو ته ۴۵۰ هاموی ټانکونه او ۸۰ میلیونه مرمۍ وسپارلې.
ښاغلی میاخېل پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی چې د نړیوالو ځواکونو دقاطع ملاتړ CSTC-A ادارې لخوا افغان ځواکونو ته سپارل شوو تجهیزاتو کې د شپې دوربیونونه هم شامل دی.
د هغه د معلوماتو په اساس یاد پوځی تجهزات په کندهار او کابل کې د نړیوالو ځواکونو لخوا د افغانستان دفاع وزارت ته سپارل شوی دی.
نوموړی په دې اړه زیاته کړې:”دقاطع ملاتړ CSTC-A ادارې تقریبا ۴۵۰ نوې هاموی،۸۰میلیونه مرمې، دشپې دروبینونه او نور تجهیزات دملی دفاع وزارت ته په کابل او کندهار کې وسپارل.”
د روان زېږدیز کال په ترڅ کې امریکا د هېواد له افغانستان ملی پوځ سره ۱۳۸۳ هاموې، ۱۰ هلیکوپتره او ۴ A-29 جنګی جیټ الوتکې مرستې کړې دی.
د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس امریکا تیر کال د ۵۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت تجهیزات له افغان حکومت او امنیتی ځواکونو سره مرسته کړې ده او د ۱۰۲ میلیونه ډالرو په ارزښت تجهیزات به په راتلونکی کال کې مرسته وکړی.
د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت یو قوماندان جنرال ډیډریک ویلی:”د دفاعی او امنیتی ځواکونو ساتل او پیاوړتیا په افغانستان کې د سولې او ارامتیا د ټینګښت په موخه ځانګړی ارزښت لری.”
دغه امریکایی جنرال ټینګار ګړی چې له افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو سره به د امریکا متحده ایالاتو مرستې او همکاری دوام ولری.