روزنامه اصلاح

امریکا افغانستان کې د احتمالی جنګی جنایتونو د تورونو پر څېړونکې بندیزونه لېرې کړل

امریکا متحدو ایالتونو په هاګ کې د نړیوالې جنایی محکمې ‘ای سی سی ‘ پر مشرې څارنوالې فاتو بنسودا لګېدلی تورونه لغو کړل.
دغه بندیزونه په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو احتمالی جنګی جرمونو په هکله د یادې محکمې له څېړنو پیلولو وروسته د متحدو ایالتونو مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ حکومت لګولی وو.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونی بلېنکن د دې بندیزونو لېرې کولو پر مهال ویلی، دغه بندیزونه یوه تېروتنه او بې ګټې وو.
امریکا متحده ایالتونه د هاګ نړیوالې جنایی محکمې غړی هېواد نه دی، خو ښاغلی بلېنکن وایی، دوی غواړی له دې محکمې سره نژدې همکاری ولری. امریکا د یادې محکمې پر ځینو لوړ پوړو چارواکو د ویزې بندیزونه او ممنوعیت هم لېرې کړی دی.
ښاغلی بلېنکن په ورته مهال یوه اعلامیه کې ویلی، واشنګټن ”د افغانستان او فلسطین مسایلو کې له دې ادارې سره جدی مخالفت ” لری او ”د امریکا او اسراییل په ګډون د هغو هېوادونو پر وګړو یې د دوی صلاحیت درلودلو پر ادعا اعتراض کړی، چې غړیتوب یې نه لری، ” خو ښاغلی بلېنکن زیاتوی د دې اندېښنو او نظر اختلاف لېرې کولو لپاره د بندیزونو پر ځای خبرې او مذاکرات غوره لار ده.
ښاغلی بلېنکن وایی، امریکا د نړیوالې جنایی محکمې د لومړیتوبونو اصلاحاتو برخه کې مرستې ته لېواله ده.
پروسږ کال په افغانستان کې د امریکایی ځواکونو احتمالی جنګی جرمونو په هکله د هاګ نړیوالې جنایی محکمې له څېړنو پیلولو وروسته ډونلډ ټرمپ یاده محکمه د امریکا په خپلواکی کې په لاسوهنه تورنه کړه.
نړیوالې جنایی محکمې په غبرګون کې د بندیزونو دا اقدام پر عدالت او قانون برید وباله. مشره څارنواله فاتو بنسودا په جون میاشت کې خپله دنده پرېږدی او د بشری حقونو یو بریتانوی وکیل کریم خان به یې ځایناستی شی.
ای سی سی د ملګرو ملتونو د ۲۰۰۲ کال کې د یوه تړون له مخې جوړه شوه او د توکم وژنې، د بشریت ضد جنایتونو او جنګی جنایتونو مسوولان څاری او هغه وخت دا ګام پورته کوی چې د اړوند هېوادونو چارواکی نه غواړی یا دا مسوولان محاکمه کولی نه شی.
د برتانیا په ګډون ۱۲۳ هېوادونو دا تړون لاسلیک کړی، خو امریکا، چین او روسیه له دې تړون سره نه دی یو ځای شوی او همدارنګه ځینې افریقایی هېوادونه دا مرکز تورنوی، چې پر افریقایانو بې انصافه تمرکز لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید