روزنامه اصلاح

افغان کمانډو د طالبانو له زندانه ۱۵سرتیری خوشې کړی

د افغانستان امنیتی چارواکو تایید کړې چې په کندوز ولایت کې کمانډو ځواکونو د طالبانو له زندانونو څخه ۱۵ افغان امنیتی سرتیری خوشې کړی دی.

د ځانګړو ځواکونو په خبرپاڼه کې ویل شوی چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې زندان مات کړی او امنیتی سرتیری یې ترې ازاد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دی ویلی.

د ملګرو ملتونو د سیاسی استازولۍ دفتر یا یوناما په یوه رپوټ کې ویلی و، د دې بنسټ څېړنې ښیې چې طالبان له بندیانو سره ناوړه چلند کوی.

دې ادارې په خپل رپوټ کې له بندیانو سره د طالبانو چلند شکنجه بللې وه او داسې ادعاوې یې هم کړې وې چې وایی طالبانو ځینې بندیان وژلی هم دی.

طالبانو بیا دا رپوټ غرضی او ناسم بللی و او زیاته کړې یې وه چې دا رپوټ یو اړخیز دی. طالبانو پر یوناما نیوکه کړې وه چې ولې د افغان دولت او امریکا اړوند زندانونو په اړه رپوټ نه چمتو کوی.

یوناما زیاته کړې وه چې له طالبانو سره بندیان په ‘ناوړه شرایطو’ کې ساتل کېږی او اړ دی چې ځینې ‘اجباری’ کارونه ترسره کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید