روزنامه اصلاح

افغان ښځې ولې ځانوژنې ته مخه کوی؟

د افغانستان په مرکزی ولایت ډایکنډی کې د ښځو د ځان وژنې هڅې لوړې شمېرې، د بشری حقونو بنسټونه اندېښمن کړی.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون، په روان لمریز کال کې په دایکندی کې د ښځو لخوا د ځان وژنې هڅو له څلوېښتو ډېرې پېښې ثبت کړی.

فزیکی تاوتریخوالی، له زده کړې محرومول، د نفقې نه ورکول په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالی نور ډولونه دی.

په ډایکنډی کې له ښځو سره د تاوتریخوال ۳۴۷ پېښو ثبتېدو د افغانستان د بشری حقونو کمیسیون اندېښمن کړی.

دا شمېرې په روان کال کې ثبت شوی.

د چارواکو په خبره، تاوتریخوالی لامل شوی چې څه باندې ۴۰ مېرمنې د ځانوژنې هڅه وکړی.

د بشری حقونو کمیسیون د چارواکو په وینا، د ځانوژنې په هڅو کې درېیو ښځو ژوند له لاسه ورکړی او ډېر شمېر یې د روغتیایی کارکوونکو په هڅه ژغورل شوې دی.

د ډایکنډی د بشری حقونو ولایتی دفتر رییس جواد دادګر وایی، د تاوتریخوالی شمېرې په لوړېدو دی:

”زموږ په دفتر کې په ثبت شویو قضیو کې د تاوتریخوالی له امله معلولیت، د زده کړې او کار له حقه بې برخې کېدل، له کوره ایستل او بې برخلیکه پاتې کېدل او داسې نور له ښځو سره د تاوتریخوالی ډولونه دی. څو سلنه فزیکی تاوتریخوالی هم موږ ثبت کړی دی.”

د هغه په وینا د نارینه ترمنځ د اعتیاد، بېوزلۍ او بېکارۍ لوړې کچې له ښځو سره د تاوتریخوالی ډېرېدو لاملونه دی.

ښاغلی دادګر وایی، ددوی د هڅو په لړ کې اجباری او کم عمره ودونو کې کموالی راغلی، خو لا هم له ښځو سره د تاوتریخوالی کچه لوړه او اندېښمنوونکې ده.

بی بی سی موندلې په لوېدیځ هرات ولایت کې د هغو کسانو شمېر چې په تېر ۱۳۹۶ کال کې یې د ځان وژنې هڅه کړې د ۱۳۹۵ کال پرتله نژدې دوه برابره ډېر شوی دی.

د هرات روغتیایی چارواکو ویلی وو، تېر کال څه باندې ‍۱۸۰۰ کسان چې ډېری یې ښځې دی د زهری توکو په خوړلو سره یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید