روزنامه اصلاح

افغان ځواکـونه به د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ عمل وکړی

د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد وایی، د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد به تهاجمی حملې زیاتې شی.

دی وایی، د افغان امنیتی ځواکونو تهاجمی حملې به زیاتې شی او دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ سره عمل وکړی.

اسدالله خالد د دفاع وزارت د سرپرست وزیر په توګه د ده د معرفی کېدو په مراسمو کې وویل، افغانستان ته خدمت او د دندنې ښه ترسره کول ورته مهم دی او په دې لاره کې به هېڅ هڅه ونه سپموی.

ښاغلی خالد وویل، سوله ده او ټولو افغانانو ته، د ده په لومړیتوبونو کې ده او ټینګار یې وکړ، څوک چې سوله نه غواړی، وبه ځپل شی.

نوموړی زیاته کړه“موږ چې په دفاعی حالت کې یوو، ترې وځو او باید په دې اړه فکر وکړو چې د دښمن پټو ځایونو ته ورشو، د عمل نوښت باید په خپل لاس کې ونیسو، په پښتو کې متل دی چې کږه خوله په سوک سمېږی.”

ښاغلی خالد په دفاع وزارت کې پر اصلاحاتو هم ټنیګار وکړ او ویې ویل، ملی یووالی ورته اهمیت لری، هر څوک دې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړی او د قوم له نامه دې ناوړه ګټه نه اخلی.

د دفاع سرپرست وزیر وویل، د جبهې په لومړۍ کرښه کې به ملی اردو نوره هم سمباله او ملاتړ به یې وشی.

ده داهم وویل، هغه سرتېری چې د جګړې په ډګر ټپیانېږی، په بیړه به ورته رسېدنه وشی.

په دغو مراسمو کې د دفاع پخوانی وزیر طارق شاه بهرامی هم خبرې وکړې او د امنیتی او دفاعی ځواکونو هڅې او سرښندنې یې وستایلې.

اسدالله خالد او امرالله صالح تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په توګه وګمارل شول.

د افغانستان د ولسمشر د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب په دغو مراسمو کې وویل، حکومت ته سیاسی مخالفتونه نه، بلکې ښه کار کول او په تېره د جګړې ښه مدیریت لومړیتوب لری.

ده وویل:“ترهګر او د دولت نور وسله وال مخالفین چې له هرې لورې یې ملاتړ کېږی، د افغانانو اراده نه شی ګواښلی، بلکی په خلکو کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د هېواد له ملی نوامیسو د دفاع روحیه پیاوړې کېږی، د دښمن تعریف موږ ته واضح دی او پر وړاندې به یې جدی اقدام وکړو.”

ښاغلی خالد او صالح چې د پاکستان ضد څېرو په توګه هم پېژندل شوی، له ولسی جرګې د باور تر لاسه کولو ته اړتیا لری.

خو د ولسی جرګې ځینو غړو مخکې له دې چې دغه دوه څېرې د باور د رأیو اخیستلو په هدف ور وپېژندل شی، د ولسمشر دا اقدام غوره ګڼلی او هیله یې ښودلې چې دوی وتوانېږی، د افغانستان په دفاعی او امنیتی برخو کې ښه کار وکړی.

 

ممکن است شما دوست داشته باشید