روزنامه اصلاح

افغان مېرمنې په ملی کچه دسولې په راوستلو کې هڅه کوی

د سولې لپاره د افغان مېرمنو د اجماع فعالانې وایی: دوى به د افغانستان ولاىتونو ته د سفرونو له لارې د سولې په باب د ښځو نظرونه او غوښتنې راټولې او د سولې ىو ګډ غږ به اوچت کړی.دوى ىادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په  خوست کې د سولې لپاره د افغان مېرمنو په ملی اجماع کې چې د سلګونو خوستىو نجونو او ښځو په ګډون جوړه شوې وه، وکړې.د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې وزىرې حسىنې صافۍ مشال راډىو ته ویلی چې  په  هغو ولاىتونو کې چې جګړې په کې ډېرې دی، ښځو داسې احساس وکړ، چې د  جګړې د پاى ته رسولو د هڅو لپاره د سوله غوښتنې ىوه ملی اجماع رامنځته کړی.دې وویل: دې بنسټ په کابل کې ىوه لوىه غونډه راوبلله او په غونډه کې له زىاتو بحثونو او نظرونو وروسته ښځو موافقه وکړه، چې د افغانستان له ټولو ولاىتونو څخه د ښځو له لوری د سوله غوښتنې ىو ګډ غږ پورته شی.حسىنه صافۍ زىاتوی: په ولاىتونو کې د دوى د غونډو موخه داده،  چې د ولاىتونو مېرمنې سولې ته له خپله دىده تعرىف وړاندې کړی او مالومه کړی چې د سولې په بهىر کې د فعالې ونډې لپاره دوى څه غواړی؟ نوموړې ووىل: د سولې لپاره د افغان ښځو د ملی اجماع مشرتابه نورو ولاىتونو ته هم سفرونه کړی، چې د ولاىتونو د مېرمنو نظرونه د سولې د ملی پالىسىو سره همغږی کړی او په دې توګه د سولې په بهىر کې د ښځو ونډه ډېره کړی.په ىاده غونډه کې د ګډون لپاره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې تر څنګ د ښځو چارو او بهرنىو چارو وزارتونو ښځىنه معیىنانې، د هېواد په کچه په سىاسی او ټولنىزو مساىلو کې ځىنې فعالې ښځې او د ولسمشر د مېرمنې رولا غنی د دفتر ىو شمېر غړې هم خوسته ته راغلې وې. د خوست والی پوهندوى حکم خان حبىبی چې د ىادې غونډې وىناوال وو، ووىل په سوله کې د ښځو له ونډې هېڅوک انکار نه شی کولى او اوس دا اړتىا موجوده ده چې ښځې په دې ملی بهىر کې خپله ونډه ډېره کړی.خوست والی وایی: (( که نن سرتېرې شهىدانىږی، هغه مور بورىږی، هغه خور په دې باندې دردىږی، نو کله چې ىو څوک د ټولنې دومره دروند بار په اوږو وړی، څنګه به امکان ولری،  چې هغو دې د هېواد په سىاسی، ټولنىزو، اقتصادی او ملی مساىلو کې برخه ونه لری، د دې ضرورت لىدل کېږی چې زموږ خوىندې د هېواد په ټولو ملی مساىلو کې باىد ونډه ولری.))

ممکن است شما دوست داشته باشید