روزنامه اصلاح

افغان مېرمنې: اوربند او د تل پاتې سولې لپاره نړیوال تضمین غواړو

افغان مېرمنو له جمهوری نظامه د دفاع لپاره د یوې غونډې پایله کې په افغانستان کې په سملاسی توګه د اوربند غوښتنه وکړه او د اساسی قانون پر خوندی ساتلو یې ټینګار وکړ.
دا غونډه پرون یکشنبې (د اکتوبر ۱۱ ) په کابل کې د لویې جرګې په خیمه کې جوړه شوې او سلګونه مېرمنو په کې برخه اخستې وه.
د غونډې پایله کې یوه ۹ ماده ییزه پریکړه لیک ولوستل شو چې د غونډې د تنظیم کونکو په وینا د افغانستان له ټولو ولایتونو د نږدې ۱۶۰۰۰ مېرمنو د نظرونو په پام کې نیولو سره چمتو شوی دی.
د افغانستان د اسلامی جمهوری نظام د دفاع لپاره د افغان ښځو غږ، تر سرلیک لاندې افغان مېرمنو په دې پریکړه لیک کې د خپلو حقونو پر خوندی ساتلو ټینګار کړی :
“موږ د خپلو سیاسی او مدنی حقونو لپاره د سولې خبرو کې د ملی وثیقی په توګه د اساسی قانون ساتل لازمی ګڼو”.
په دې پریکړه لیک کې د سیمې او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتل شوی چې د افغان سولې لپاره د روان بهیر ملاتړ وکړی او پر نړیوالې ټولنې غږ شوی چې افغانستان کې د تل پاتې سولې ټېنګېدو تضمین او افغان ځواکونو د پیاوړتیا لپاره لازمه همکاری وکړی.
دوی د افغان امنیتی ځواکونو د ساتلو او لا پیاوړتیا غوښتنه کړی او د امنیتی قربانی شویو سرتیرو د کورنیو د ملاتړ ډاډ یې څرګند کړی.
افغان مېرمنو د اسلامی نړۍ د عالمانو فتوی په پام کې نیولو سره چې د “مسلمانانو ترمنځ جګړه ناروا بولی ” له افغان دینی عالمانو غوښتنه کړې چې د منبر له لارې د سولې کلتوردودولو، ارزښتونو او ملی او دینی هویت ساتلو، یو بل منلو او د ملی یووالی د پیاوړی کولول لپاره کار وکړی.
که څه هم طالبانو د دوی په وینا د اسلامی شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته ژمنتیا ښودلې، خو د افغان مېرمنو په دې پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې د تېرو نږدې دوه لسیزو لاسته راوړنې او په تېره د ښځو د حقونو په برخه کې، شوی پرمختګ باید خوندی وساتل شی.
افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو له پیله افغان مېرمنو په بیلابیلو پړاوونو کې د خپلو حقونو د خوندی ساتلو لپاره غږ پورته کړی. دوی دغه راز د سولې بهیر کې د مېرمنو د فعال ګډون غوښتنه کړې ده.
افغان مرکچی پلاوی چې ۲۱ غړی لری څلور یې مېرمنې دی او همدا اوس له طالب پلاوی سره د خبرو لپاره په قطر کې دی.
خو خبرې لا هم د سولې خبرو پر کړنلاره ور ټولې دی او د شاوخوا یوې میاشتنې په تېرېدو پر ځینو برخو لا هم اختلاف شته، تمه ده د دې اختلاف له حل وروسته د خبرو پر اجنډا بحث وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید