روزنامه اصلاح

افغان حکومت مستحقوکورنیو ته استوګنیزې ځمکې ویشی

افغان حکومت د وژل شوو امنیتی ځواکونو کورنیو، بې ځایه شوو او بیرته راستنیدونکو مستحقو کسانو ته ۱۶ زره استوګنیزې نمرې ویشی.

د افغانستان د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایی،چې د دولتی ځمکو بانک د پروګرام له مخې په ۱۲ زره جریبه ځمکه کې ۱۶ زره نمرې ډیزاین شوی او اړمنو کورنیو ته به وویشل شی.

د دغه وزارت ویاند او د اړیکو د دفتر مشر حشمت الله ناصری امریکا غږ ته ویلی، چې د وژل شوو امنیتی ځواکونو کورنۍ، بې ځایه شوی او بیرته راستانه شوی کډوال په دغه پروګرام کې شامل دی.

د ښاغلی ناصری پر وینا د ویش لړۍ په هرات او ننګرهار ولایتونو کې پیل شوې ده.

هغه وویل “دا لړۍ اوس شروع شوې او اړمنو کسانو ته د فرمان له مخې موږ نمرې ویشو، په تیرو دریو څلور میاشتو کې موږ په دې وتوانیدو په هرات، کابل او ننګرهار کې د دولتی ځمکو د پروګرام له لارې د اړتیا وړ ځمکې د فرمان د معیارونو او شرایطو سره سم تشخیص کړو او د توزیع لړۍ موږ شروع کړې ده”.

ښاغلی ناصری وویل، چې څه باندې ۵۵۰۰ جریبه ځمکه د هرات په شهرک سعادت کې ځانګړې شوې، چې لس زره او ۱۵۲ نمرې پکې ډیزاین شوی دی.

همدارنګه د ننګرهار په قاسم اباد او کابل په شکر دره کې په ترتیب۴ او ۳ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

دغه وزارت وایی، چې په پام کې ده د دولتی ځمکو پروګرام له لارې په ۲۵ولایتونو کې ۳۵ زره جریبه نوره دولتی ځمکه هم ځانګړې شی.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت هم وایی، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې په دې کار پیل کړی، چې بې ځایه شوو او بیرته راستنیدونکو مستحقو کورنیو ته ځمکې وویشی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال رضا باهر په دې اړه وویل”ای او ایم اداره او یو اېن هبیټاټ له موږ سره په تخنیکی برخه کې مرسته کوی او وعده یې کړې، چې تر یوې نیمې میاشتې پورې به د بیرته راستنیدونکو د ثبت او راجستر مرحله پیل او یوه کمیټه به جوړه شی، چې له مخې یې مستحقې کورنۍ وپیژندل شی”.

د ای او ایم یا د کډوالو نړیوال سازمان د شمیرو پر اساس، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو دریو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوی دی.

افغانستان په اوس وخت کې دوه نیم میلیون بې ځایه شوی لری.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت وایی، چې تیر کال د جمهور رئیس غنی د ۳۰۵ فرمان پر اساس په ۲۸ ولایتونو کې ۳ نیم میلیونه جریبه ځمکه سروې شوې ده او د استوګنیزو نمرو لپاره مناسبې ځمکې تشخیص او ټاکل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید