روزنامه اصلاح

افغان حکومت: د پاکستان خلاف د افغانستان خاورې د کارېدو ادعا بې بنسټه ده

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د پوځ ویاند ادعا چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف کارول کېږی، په کلکه رد کړه او هغه یې بې بنسټه وبلله.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلی: “د افغانستان اسلامی جمهوریت په روښانه ټکو یو ځل بیا ټینګار کوی چې موږ د ترهګرۍ د یوه عمده قربانی هېواد په توګه، د هر ډول ترهګرۍ پر وړاندې له توپیر پرته مبارزې ته ژمن یو او هېڅکله د دې اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې څخه دې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانکاره فعالیتونو لپاره کار واخیستل شی.”
د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار د شنبې په ورځ د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی سره په یوه ګډه خبری ناسته کې ادعا کړې وه چې پاکستان کې د ترهګرو ډلو طراح او ملاتړی د هند د استخباراتو یو ډګروال (راجیش) دی چې کابل کې د هند په سفارت کې کار کوی.
هغه ویلی و”د دې ادعا د اثبات لپاره چې پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې هند او د دغه هېواد استخبارات لاس لری کره شواهد شته”.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعا هم رد شوې چې ګواکې د پېښور د کرنې پر پوهنتون بریدونو کې د ننګرهار یو قومی مشر (ملک فریدون خان مومند) لاس درلود.
فریدون مومند په ولسی جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازی دی.
د پاکستان پوځ او بهرنیو چارو وزارت په داسې مهال د دوی خلاف د افغانستان د خاورې د کارېدو ادعا راولاړه کړې چې د دغه هېواد لومړی وزیر عمران خان د روانې اوونۍ پای کې کابل ته را روان دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د عمران خان دغه سفر ته هم اشاره شوې او ویل شوی چې د دوی تمه دا وه چې “پاکستانی لوری د داړو هېوادونو ترمنځ د (APAPPS) په ګډون د دوه اړخیزو همکاریو شته میکانیزمونو له لارې د علاقې او بحث وړ مسایل مطرح کړی”.
د افغانستان – پاکستان د سولې او پېوستون د عمل ګډ پلان (APAPPS) شاوخوا دوه کاله وړاندې لاسلیک شوی او دواړه هېوادونو پکې ژمنه کړې چې خاوره به یې د بل هېواد، شبکې، ډلې یا فرد له خوا د مقابل لوری د حکومت پر ضد نه کارول کېږی او دواړه خواوې به د یو بل د تورونولو مخنیوی او لانجمنو مسئلو ته د ځواب ویلو لپاره د(APAPPS) د همغږۍ میکانیزم کاروی.
څو ورځې وړاندې پخپله د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم ویلی “د افغانستان راتلونکی دولت دې هند ته اجازه ورنه کړی چې له خاورې یې د پاکستان خلاف عملیات وکړی”.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت اوس په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا دې افغانستان کې د بریدونو او د “ترهګرۍ د عاملینو” د مالومېدو او دغه راز په جدی او مسوولانه ډول د پاکستان دولت د ادعاو د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومی غونډو او امنیت شورا د پرېکړه لیکونو په رڼا کې “یو نړیوال باصلاحیته پلاوی” وټاکل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید