روزنامه اصلاح

افغان او اندونیزیایی چارواکو په کابل کې د سولې په اړه خبرې کړی

د اندونیزیا حکومت او دینی علماو شورا یو ګډ ۱۳کسیزه پلاوی د افغانستان دسولې په اړه د پیل شویو خبرو اترو د لاچټکتیا او بوګور ناستې د پایلو د څېړلو په هدف کابل ته راغلی.

د افغانستان د سولې عالی شورا وایی چې راغلی پلاوی د سولې شورا له مرستیال عبدالخبیر اوچقون سره لیدنه کې د خپل هېواد له لوری د افغانستان دسولې په اړه د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ.

د سولې شورا ویاند سید احسان طاهری امریکا ږغ ته ویلی چې د اندونیزیایی پلاوی د سفر هدف د سولې د خبرو ‌په اړه لا همږغی رامنځته کول او د سولې د خبرو لا قوی کول ؤ.

نوموړی زیاته کړه: “داندونیزیا د حکومت او علماو شورا پلاوی د هغه هېواد د علماو شورا د مرستیال محی الدین جنیدی په مشرۍ کابل ته راغلی ؤ، هدف یې له افغان سولې څخه د اندونیزیا د حکومت دومداره ملاتړ او چټکتیا ورکول و.”

ښاغلی طاهری زیاته کړه چې په دغه پلاوی کې د اندونیزیا د علماء شورا مرستیال، د هغه هېواد د ولسمشر د دفتر رئیس، او نور دینی علماء شامل و.

طاهری زیاته کړه چې په دغه ناسته کې اندونیزایی پلاوی د افغانستان دسولې په اړه د افغان، اندونیزیایی او پاکستانی دینی علماو د دوهمې ناستې جوړېدو ژمنه هم وکړه چې په اړه به یې د اندونیزیا له حکومت سره خبرې وکړی.

د روان کال په مې میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دینی عالمانو په هغه هېواد کې په جوړه شوې درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د سولې د هڅو ملاتړ وکړ.

په هغه غونډه کې د افغانستان دسولې په اړه د پراخو غونډو پر جوړېدو د موافقې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو دینی عالمانو له افراطیت او تشدد سره مخالفت څرګند کړ.

د اندونیزیا د علماو شورا پلاوی پر داسې مهال د افغانستان دسولې د خبرو اترو د چټکتیا په هدف کابل ته راځی چې په دې وروستیو کې د امریکا متحده ایالاتو هم د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره هڅې تېزې کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید