روزنامه اصلاح

افغان او امریکایی چارواکی:  پر طالبانو نظامی حملې اغـېزناکې دی

په افغانستان کې د حملو په ډېرېدو سره د امریکا دفاع وزارت وایی، په افغانستان کې د وسله والو طالبانو په وړاندې د امریکایی ځواکونو حملې زیاتې شوې دی.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د جمعې په ورځ په واشنګټن کې امریکایی رسنیو ته وویل چې امریکایی ځواکونو د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه په افغانستان کې د طالبانو په وړاندې خپلې حملې زیاتې کړی دی.

ښاغلی ایسپر له پوځې هډې څخه د را ستنېدو پرمهال ویلی، د سولې د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته امریکایی ځواکونو وسله والو طالبانو ته ډېر تلفات اړولی دی.

د افغانستان دفاع وزارت هم وایی چې د طالبانو په وړاندې د امریکایی ځواکونو حملو د جګړې پر ډګر مثبت اغېز کړی او افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه به هم د طالبانو په وړاندې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایی: له شک پرته هر څومره چې نړېواله ټولنه او امریکا د افغان امنیتی ځواکونو ملاتړ کوی، خپلې همکارۍ زیاتوی، هغومره چې دوی خپلې مرستې زیاتوی، په هماغه اندازه به مونږ ډېرې بریاوې ولرو، پرته له شکه چې د پام وړ اغېزې به ولری.

نوموړی وایی، افغان امنیتی ځواکونو د امریکایی ځواکونو په ملاتړ توانېدلی چې د وسله والو په وړاندې پراخ عملیات وکړی او یو شمېر ولسوالۍ بېرته ونیسی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د سولې د هوکړې تر لغوه کېدو وروسته د وسله والو طالبانو په وړاندې د حملو د زیاتېدو خبر ورکړی و.

د ځینو ملی او نړیوالو راپورونو پر بنسټ، په دې وروستیو کې جګړو زور اخیستی او دغه شان د ملکی وګړو د تلفاتو د ډېرېدو اندېښنې هم مطرح شوی دی.

خو د ولسی جرګې د دفاعی چارو کمېسیون مرستیال غلام ولی افغان د بهرنیو ځواکونو حملو ته په اشارې سره وایی، د جګړو پرځای باید سولې ته لومړیتوب ورکړل شی. دی وایی: اوس مهال هوایی حملې په ځانګړی ډول د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې شوی او دا ډېرې اغېزې هم لری، خو زه فکر کوم چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې تر ټولو غوره لار ده.

طالبانو هم ویلی چې د سولې خبرې دې بیا پیل شی، خو دوی دا هم ویلی چې که چېرې جګړه دوام پیدا کړی، نو جګړه به وکړی. د سولې د خبرو اترو تر لغوه کېدو وروسته د وسله والو طالبانو مشرانو یو شمېر سیمه ییزو هېوادونو ته سفرونه کړی او دوی په دې هڅه کې دی چې له امریکا سره بیاځلی خبرې اترې پیل شی.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی اوسمهال پاکستان کې دی. د افغانستان حکومت د شته ستونزو د هواری یوازنۍ لار سوله ګڼی، خو وایی چې دا ځل د سولې په خبرو اترو کې اوربند اساسی شرط دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید