روزنامه اصلاح

افغانسـتان ته دترکمنسـتان  دبریښنا رسـولو دپروژو د پلی کولو  پروتوکـول لاسلیک شـو  

دافغانستان دبریښنا شرکت اجرایی لوى رییس انجنیر امان الله غالب او دترکمنستان دانرژۍ پخوانی وزیر او دانرژى په چارو کې دترکمنستان ددولت ځانګړی استازی مراد ادتیکوف، افغانستان ته دترکمنستان دبریښنا رسولو دپروژو دتطبیق  پروتوکول لاسلیک کړ .

دباختراژانس دخبرله مخې، انجنیر غالب ددغه پروتوکول دلاسلیک په اړوند وویل، څرنګه چې دافغانستان بریښنا  شرکت په ټول هېواد کې دبریښنا رسولو دخدمتونو مسوولیت لری له دې امله دافغانستان بریښنا  شرکت دبریښنا رسولو دپروژو دپړاونو دتېرولو او تطبیق له ځنډ پرته او په ډیر لنډ ممکن وخت کې ددغه  شرکت یولومړیتوب دى .

دافغانستان بریښنا شرکت او ترکمنستان ترمنځ دهمکارى دغه پروتوکول دترکمنستان – افغانستان د ۵٠٠ کیلوولت انتقالی بریښنا دمزو، دتاپی  دبریښنا دپروژې دترکمنستان – هرات دبریښنا د انتقالی مزو ، هرات ته دبریښناانرژى  دزیاتوالی او دقرقین اوخم آب  ولسوالیو ته دبریښنا رسولو دپروژو  دښه پلی کولو په مقصد لاسلیک شو .

ممکن است شما دوست داشته باشید