روزنامه اصلاح

افغانستان کې ۱۰۴ تنه نور په کرونا اخته او څلور کسان مړه شوی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې د کرونا ویرس ۱۰۴ مثبتې پېښې ثبت شوی او څلور کسان مړه شوی دی.
روغتیا وزارت پرون دوشنبه اکتوبر ۲۶ (لړم ۵) ویلی چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۳۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوی چې ۱۰۴ یې مثبت وو.
د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۹۳۷ ته پورته شو.
همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله څلور تنه مړه شوی چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۱۸تنو ته ورسېد.
د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۱۵۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوی دی.
کرونا ویروس د لومړی ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبی ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.
د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۳ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوی او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید