روزنامه اصلاح

افغانستان کې له ۵ نه تـر۶ لکه کونـډې ثبـت شـوی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایی، د دوی د تېرې سروې له‌مخې په افغانستان کې له ۵ نه تر ۶ لکه کونډو مېرمنو شتون لاره.

​د دغه وزارت د معلوماتو له‌مخې یاده سروې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر سره شوې وه چې کېداشی په دغه شمېر کې تغییر راغلی وی.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت احمدزی امریکا غږ ته ویلی، چې یاد وزارت په دې اړه پر یوې نوې سروې هم کار پیل کړی چې له نوو معلوماتو سره به وروسته اعلان شی.

یاد وزارت پر داسې مهال دغه څرګندونې کوی چې پرون د «جون ۲۳مه»د کونډو مېرمنو نړیواله ورځ وه.

نوموړی زیاته کړه:”کومه سروې چې موږ په تېرو کلونو کې لرله،چې د دې سروې په اساس باندې ښودل کېږی چې موږ په افغانستان کې ټول ټال له پنځو نه تر شپږ سوه زره پوری کونډې ښځې ثبت کړی دی.”

ښاغلی احمدزی وویل، په یادو کونډو کې هغه مېرمنې شاملې دی چې خپل مړونه یې په جنګ جګړو، چاودنو او د تاوتریخوالی د نورو پېښو ترڅنګ په طبیعی مرګ له لاسه ورکړی دی.

نوموړی زیاته کړه که څه هم افغان حکومت تر دا مهاله له یادو کونډو مېرمنو سره په بېلابېلو برخو کې مادی او معنوی مرستې کړی، خو زیاتوی چې لا هم ګڼ شمېر کونډې مېرمنې له دغو مرستو څخه محرومې دی.

حج ته لېږل، په هېواد او بهر کې د زده کړو امکانات برابرول، کار پیدا کول او د حرفوی او فنی زده کړو زمینه برابرول ښاغلی احمدزی د افغان حکومت لخوا له کونډو مېرمنو سره د حکومت لخوا د شوو مرستو بېلګې یادې کړې.

هغه وویل، افغان حکومت هڅه کوی ټولې کونډې مېرمنې په دغو پروګرامونو کې شاملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید