روزنامه اصلاح

افغانستان کې شورویانو ښخ کړی ماینونه لاهم لوی خطر دی

کله چې د شوروی سرې لښکرې له افغانستانه ووتلې، په دغه هېواد کې یې تر ځمکې لاندې ګڼ ماینونه افغانانو ته په میراث پرېښودل. دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخیستې او ګڼ یې ووژل.

د رسمی شمېرو له مخې له ۱۹۸۹ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ کلېومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو پاکه شوې.

له افغانستانه د شوروی ځواکونو د وتلو د څلوېښت کلنۍ په مناسبت زموږ همکار نورګل شفق په کابل کې د ماین پاکۍ ځینو موسسو ته ورغلی او پخپل رپوټ کې وایی، چې لا هم د افغانستان په نژدې شل سلنه برخه کې د شوروی د وخت خطرناک ماینونه پاتې دی.

د افغانستان د یوه ولایت د غره په لمن کې درې نور ماینونه وچول شول، داسې چې د ژوندی سری نوک هم په کې زهیر نه شی.

خوا دا د شوروی سرو لښکرو له لوری پر افغان ځمکه د ښخو کړو میلیونونو ماینونو په منځ کې داسې دی، لکه په سمندر کې درې څاڅکی.

دغو ماینونو له ډېرو افغانانو ژوند اخېستی او ګڼ یې مات ګوډ کړی دی لکه زین الله : “کله مې چې له پښې سره کاڼۍ وښویېد، ځای ډېر دنګ وو، زما پښه ماین ته ور ورسېده او ټوله څپه یې کاڼی واخیسته، خو وروسته مې چې حرکت وکړ، ومې کاته چې د بوټ څوکه مې نه وه.”

د شوروی ځواکونو له وتلو وروسته څه باندې دېرش کاله مخکې په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام پیل شو. د ماین پاکۍ موسسو د مالوماتو له مخې شوروی لښکرو نږدې اویا ډوله ماینونه په بېلابېلو سیمو کې ښخ کړی چې ځینې خطرناک هغه یې لا هم تر ځمکې لاندې شته.

د خلکو د تېر ایستلو لپاره شوروی لښکرو ان د تلویزیون او د نسوارو د کولپۍ یا ډبی په څېر ګڼ داسې ماینونه جوړ کړل او راوایې خلی. له دغو ناشنا توکو سره د خلکو نابلدتیا هم ډېر افغانان له سترګو، پښو او لاسونو خلاص کړل.

د خلکو په وینا کله چې شوروی ځواکونه له افغانستانه وتل ویل یې چې دومره ماینونه په دې خاوره کې ښخ کړی کله چې کلونه به تاسې سره خپله خاوره جګړه کوی.

خو په کابل کې د اومر او اېم ډی سی موسسې چې کله افغانستان ته راغلې خلکو ته پوهاوی ورکړ او دغه ماینونه یې له ځمکې د ځانګړو ماشینونو په مرسته راو ایستل او د زرګونو افغانانو ژوند یې وژغوره. په دې برخه کې د ماین پلټونکو سپیو رول د هېرولو نه دی چې د ایم ډی سی ماین پاکۍ موسسې د مالوماتو له مخې نیمایی شنډ شوی ماینونه د ماین پلټونکو سپیو په مرسته ایستل شوی دی.

ددې موسسې د مالوماتو پر اساس چې نژدې اوس یې ددې هېواد ۸۰ سلنه خاوره له دغه ډول ماینونو پاکه کړې.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ موسسه یا د اېم ډی سی عملیاتی مشر وایی په تېرو دېرشو کلونو کې نږدې اتلس میلیونه ماینونه شنډ او یا ایستلی چې زیاتره یې د شوروی یرغل راهیسې پاتې وو:

“تر اوسه پورې کابو ۴٫۶ میلیارده متر مربع سیمه موږ تثبیت کړې چې له ۷۰ څخه تر ۸۰ سلنه یې پاکه شوې. “

د ماین پاکۍ موسسو د شمېرو له مخې په تېرو شاوخوا ۳۰ کلونو کې ماینونو تر ۳۴ زرو ډېر افغانان وژلی او یا ژوبل کړی.

د دوی په خبره، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې لا هم ماینونه شته په ځانګړی ډول سوېل کې تر ټولو ډېره ځمکه له دغو وژونکو توکو ډکه پاتې ده.

دوی وایی د ناامنۍ او د پیسو د کمښت له کبله اوس په افغانستان کې د ماین پاکۍ پروګرام ورو شوی که نه نو درېیو-څلورو کلونو کې به دغه هېواد په بشپړ ډول له ماینونو پاکېدلی شی.

بی بی سی

ممکن است شما دوست داشته باشید