روزنامه اصلاح

افغانستان کې د کـوکنارو د تـولید کچه ټیټه شوې

د امریکا متحده ایالاتو د نشه یی توکو د کنټرول د پالیسۍ اداره په افغانستان کې د نشه یی توکو په کښت او کار وبار کې د کموالی خبر ورکوی.

دغه اداره چې د امریکا ولسمشر ته د مخدره موادو د اړوند مسایلو په اړه سلامشورې ورکوی پخپل کلنی راپور کې ویلی چې په افغانستان کې نسبت ۲۰۱۷ میلادی کال ته په تېر ۲۰۱۸ میلادی کال کې د کوکنارو د تولید کچه ۳۳ سلنه کمه شوې ده.

یاد دفتر، همدارنګه ویلی چې تېر میلادی کال په افغانستان کې شااوخوا ۲۲۱ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوی و چې، په ۲۰۱۷ میلادی کال کې دغه اندازه ۳۲۹ زره هکتاره کرل شوی و.

ده د افغانستان د نشه یی موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت هم مخکې ویلی و چې په ۱۳۹۷ کال کې په دغه هېواد کې د کوکنارو په کښت کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د امریکا د نشه یی توکو د مخنیوی د پالیسۍ ادارې وکچالی او د تریاکو د بیې ټیټوالی د کوکنارو د کښت د کمېدو د اصلی لاملونو په توګه یاد کړی دی.

دغه ادارې ویلی، چې د افغانستان د کوکنارو زیاته برخه د دغه هېواد په جنوبی ولایت هلمند کې تولیدیږی، چې د بهرنیو قاچاقبرانو لخوا نړیوالو بازارونو ته وړل کیږی.

تېر کال د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش ادارې یا سیګار هم ویلی و چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد مبارزه ناکامه ده.

دغه ادارې ویلی و چې په دغه برخه کې د امریکا د میلیونونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم په افغانستان کې د نشه یی موادو په کښت کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان چارواکو ویلی چې په افغانستان کې د کوکنارو تولید د وسله والو طالبانو له لویو عایداتی سرچینو څخه ګڼل کیږی.

افغان حکومت همدارنګه ویلی چې د افغانستان د کوکنارو زیاته برخه د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرل کیږی چې د اړولو د کمپاین پر مهال لاسرسی ورته ستونزمن وی.

د امریکا د نشه یی توکو د کنټرول او پالیسۍ اداره پر داسې مهال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید د کموالی خبر ورکوی چې، د افغانستان په ګرم سیرو ولایتونو کې د کوکنارو نېښ وهل پیل شوی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید